تازه خبرونه
داعش د بدخشان والي د مرستیال د وژنې پړه پر غاړه واخیسته
(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۲)
داعش ډلې د یوه پیغام پر خپرولو د بدخشان والي د مرستیال نثار احمد احمدي د وژنې پړه ومنله.
د بدخشان والي مرستیال د سې شنبې پر سهار د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله ووژل شو.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغه برید کې د نوموړي په ګډون د هغه موټرچلوونکی هم وژل شوی او شپږ نور کسان ټپیان دي.
اسلامي امارت د داعش د غړیو پر ضد عملیات روان ساتلي دي. دې ډلې په ښاري مرکزونو کې د ګڼو لویو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
ویل کیږي، چې داعش ډلې تل د اسلامي امارت چارواکي پر نښه کړي؛ شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د بلخ ولایت په مقام کې د دې ولایت والي په یوه چاودنه کې وواژه.