تازه خبرونه
درې کسان ازبکستان ته د ۵۴۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق پر تور ونیول شول
یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغو کسانو دا کچه نشهيي توکي د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته قاچاق کړي وه.
د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې درې کسان یې د ۵۴۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق پر تور نیولي دي.
یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغو کسانو دا کچه نشهيي توکي د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته قاچاق کړي وه.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق ویلي، چې دغو کسانو دا نشهيي توکي په ماهرانه ډول د یوه کیندونکي ماشین په بدنه کې ځای پر ځای کړي وه او د حیرتان له لارې یې ازبکستان ته لېږدول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، نیول شویو کسانو پخپل جرم اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوند ادارو ته وسپارل شي.
د حیرتان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو او له منځنۍ آسیا سره د تګ راتګ له اصلي لارو ګڼل کېږي.