تازه خبرونه
د آریانا نیوز یو پخواني کارمند پر مرموزه بڼه مړ شوی

د آریانا نیوز یو پخوانی کارکوونکی حمید سیغاني تېرورځ په کابل کې په مرموزه بڼه مړ شویدی.
د آریانانیوز ویاندې فوزیې وحدت او د سیغاني میرمنې په خپله فیسبوک پاڼه کې د هغه د مړینې خبر تائید کړی دی.
د سیغاني میرمنې څرګنده کړې؛ حمید مو له لاسه ورکړ.
د سیغاني کورنۍ او امنیتي چارواکو د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پر کاري ډلې جوړولو هوکړه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وګړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره به د دغه وزارت قونسلي ریاست او په کابل کې د پاکستان سفارت تر منځ یوه ګډه کمیته جوړه شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دې کمیتې د جوړېدو هوکړه د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۶ ) د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د پاکستان سفارت د چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني ترمنځ په کتنه کې وشوه.
د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل څرګنده کړی، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير پر غوښتنه او ټينګار د دغې کمیتې پر جوړېدو هوکړه شوې ده.
حافظ ضیا احمد تکل په ډاګه کړې: د پاکستان سفارت چارسمبالي د هغو پاکستانيو محصلینو لپاره، چې افغانستان ته د زدهکړو لپاره راځي؛ د ویزې د وخت غزولو غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د څرګندونو له مخې؛ متقي په دې برخه کې د اسلامي امارت له همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګنو نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې شوي او د متقابلو اغېزمنو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په ډاګه کړې؛ د یکشنبې پر ورځ ۱۰:۱۹ د افغانستان په شمال ختیځ کې د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزله رامنځته شوه، چې مرکز یې د جرم ولسوالۍ سهیل ختیځ لوري ته په ۳۶ کیلومترۍ کې دی.
د زلزلې ټکانونه د هند، پاکستان او جنوبي تاجکستان په ګډون په ټوله سیمه کې احساس شوي دي.
تر اوسه د زلزلې له کبله د ځاني او مالي زیان په اړه راپورونه ورکړ شوي نهدي.
تازه خبرونه
له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله ۴۲ کسان مړه شوي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په په ډاګه کړې؛ دغه راز۳۴۱ کورونه بشپړه یا جزوي ویجاړ شوي، ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه ویجاړ شوي دي.
د رحيمي د څرګندونو له مخې، د دغو پېښو له کبله په يادو ولايتونو کې ١٣٥٤ څاروي له منځه تللي دي.
د يادونې ده، چې دغه پېښې په کاپيسا، ميدان وردګ، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتيا، خوست، دايکندي او ننګرهار ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د ایران د دریځ په اړه د اسلامي امارت چلند مدبرانه دی – خلیلزاد
-
تازه خبرونه5 days ago
په نيمروز ولایت کې د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې
-
روغتيا4 days ago
د افغانستان د روغتیايي خدمتونو لپاره نږدې ۵۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده – اوچا
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په ایران کې نیول شوی بلجیمي مرستندویه د بندیانو په تبادله کې خوشې شو
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت په بهرنیو بنسټونو کې د ښځو کاري دستورالعمل وروستي کېدو ته نږدې کړی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران د خپل نوي بالستیک توغندي مخکتنه وکړه
-
روغتيا4 days ago
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۹۸ ټنو درملو او طبي توکو مرسته وکړه
-
سوداگري4 days ago
د کابل او چین تر منځ د آریانا الوتنې بیا پیل شوې