لوبی
د آسټرالیا د کرکټ ستوری شین وارن د ۵۲ کلونو پر عمر ومړ
(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۰)
رویټرز په ډاګه کړې، چې د آسترالیا د کرکټ یو ستوری شین وارن د ۵۲ کلونو په عمر د زړه ناروغۍ له کبله ومړ.
د دغه راپور له مخې، شین وارن د آسترالیا لپاره ۷۰۸ ویکټې ترلاسه کړي دي.
د یاد راپور له مخې شین وارن په تایلنډ کې مړ شوی دی.
د تایلنډ پولیسو د نهوموړي مړینه تائید کړې او ویلي یې دي، چې هغه د زړه د شکمنې حملې له کبله مړ شوی دی.
د هغه مدیر له ژورې خواشینۍ سره څرګنده کړې، چې شین کیټ وارن تېره ورځ د تایلینډ په سامویې غره کې د زړه د درېدو له کبله مړ شوی دی.