Connect with us

لوبی

د آسټرالیا د کرکټ ستوری شین وارن د ۵۲ کلونو پر عمر ومړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۰)

رویټرز په ډاګه کړې، چې د آسترالیا د کرکټ یو ستوری شین وارن د ۵۲ کلونو په عمر د زړه ناروغۍ له کبله ومړ.

د دغه راپور له مخې، شین وارن د آسترالیا لپاره ۷۰۸ ویکټې ترلاسه کړي دي.

د یاد راپور له مخې شین وارن په تایلنډ کې مړ شوی دی.

د تایلنډ پولیسو د نهوموړي مړینه تائید کړې او ویلي یې دي، چې هغه د زړه د شکمنې حملې له کبله مړ شوی دی.

د هغه مدیر له  ژورې خواشینۍ سره څرګنده کړې، چې شین کیټ وارن تېره ورځ د تایلینډ په سامویې غره کې د زړه د درېدو له کبله مړ شوی دی.

لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۳)

آریانا ټلویزیون خپلو مینه‌والو ته زیری ورکوي، چې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو د خپراوی قانوني او ځانګړې حق یې ترلاسه کړی او له ژمنې سره سم به د هېواد هر کور ته دا نړیوالې سپورټي سیالۍ رسوي.

آریانا ټلویزیون یو ځل بیا د کرکټ له نړیوالې شورا سره په ګډه کار کړی، چې خپله دا هڅه شونې کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا چارواکو د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړه؛ دوی ژمن دي، چې په ټول افغانستان کې خلک دې نړیوالو سپورټي پېښو ته له لاسرسي بې برخې نشي.

دا د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام نهم پړاو دی، چې د امریکا او کارابین پر کوربتوب به ترسره شي.

دغه سپورټي سیالۍ به د جون له لومړۍ څخه تر نهه‌ویشتمې پورې د ۲۰ بېلابېلو لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د دې سیالیو د لومړي پړاو لپاره ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي او هره لوبډله به د خپل ګروپ له نورو غړیو سره لږ تر لږه څلور لوبې کوي.

د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې بیا Super 8s پړاو ته ځي او د هر ګروپ درې لوبډلې له لوبېدا پاتې کیږي.

په Super 8s  پړاو کې پاتې اته لوبډلې پر دوه نورو ګروپونو وېشل کیږي او لوبډلې باید نیمه پایلوبې ته تر رسېدو پورې د خپلو ګروپي سیالانو پر وړاندې درې لوبې ترسره کړي.

د Super 8s  د هر ګروپ د دوه غوره لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې پړاو ترسره کیږي، چې ګټونکي به بیا د جون پر نهه‌ویشتمه په بارباډوس کې یوازنۍ پایلوبې ته لار ومومي.

د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د سیالیو د ترسره کېدا ځایونه

د سیالیو په بهیر کې به د امریکا درې او د کارابین شپږ ځایونه وکارول شي.

شپاړس سیالۍ به په لاډرهیل، ډالاس او نیویارک کې ترسره شي. د هند او پاکستان تر منځ زړه‌راکښونکې لوبه به د جون پر نهمه د نیویارک د لانګ آیلینډ د ناساو په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

څلور‌څلوېښت سیالۍ به د شپږ بېلابېلو هېوادونو ترمنځ په کارابین او نیمه پای لوبې به په ټرینیډاډ، ټوباګو او ګویان کې ترسره شي.

هره لوبه، چې مساوي پای ته ورسیږي؛ یو سوپر اور به ترسره او که سوپر اور هم مساوي شي، نو تر هغې به نور سوپر اورونه ترسره کیږي، چې یو ګټونکی معلوم شي.

د نیمه پایلوبې او پایلوبې د سیالیو د غوراوي او ترسره کېدا د بشپړ ډاډ لپاره پوره وخت لرو.  

آریانا ټلویزیون به دا سیالۍ ځانګړې او ژوندۍ خپروي او د سیالیو خبرونه او معلومات هم په منظم ډول خپریږي؛ ځکه، نو د تازه معلوماتو لپاره د دې اوبپاڼې لیدل مه هیروئ.

Continue Reading

لوبی

اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۳)

نن چارشنبه د زمري دوه‌یمه د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په وروستۍ پېنځه‌شپېتمه لوبه کې د اټک انرژۍ لوبډلې د عدالت فراه لوبډلې ته ۲ – ۰ ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د اټیک انرژی لوبډلې د دې پړاو د سیالیو په یوولس لوبو کې ۱۱ لوبې ګټلي او په دغو سیالیو کې یې هیڅ ګول ندی خوړلی.

دغې لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ په درېیم پړاو کې ۴۱ ګولونه کړي دي.

په دې زړه‌راکښونکیو سپورټي سیالیو کې دولس لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د غویي له لومړۍ څخه پیل او د غبرګولي تر دوه‌یمې پورې روانې وې.

دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال فډراسیون د ویکتور انرژۍ پر مالي مرسته د آریانا ټلویزیون له لارې په قانوني، ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شوې.

د دغو سیالیو دوه اړخیز او درې اړخیز تړونونه د یکشنبې پر ورځ (د وري نولسمه) د آریانا ټلویزیون، فوټبال فډراسیون او ویکټور انرژۍ ترمنځ لاسلیک شول.

دغه سیالۍ په کابل کې د هېواد د فوټبال فډراسیون په ۵ زره کسیز لوبغالي کې ترسره شوې او ۳۳ ورځې یې دوام وکړ، چې ټولټال ۶۶ لوبې په کې ترسره شوې.

دغه مراسم د آریانا ټلویزیون په سټوډیو کې جوړ شوي وه او پچه اچونه یې د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس احمدالله وثیق پر غاړه درلوده.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فدراسیون د فزیکي او مسلکي زده کړو د څانګې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د افغانستان د فوټبال فډراسیون تخنیکي رییس محمد طاهر رووفي، د آریانا ټلویزیون سوداګریز رییس لطف الله ستانکزي، د ویکتور انرژی رییس غلام رباني عباس، د پامیر ګروپ د عامه اړیکو مسوول میر احمد بهره او د کلبونو استازو په دې مراسمو کې ګډون درلود.

د دغه ليګ د درېيم پړاو لوبډلې سرسبزياشلر فارياب، جوانان واحدي، اټک انرژي، سرخ پوشان خوافي، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم، خراسان، عينو مېنه، ميوند، عدالت فراه او موج ساحل وې.

Continue Reading

لوبی

خدیم او عینو مېنې فوټبال لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ اتلولي وګټله

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۳)

د افغانستان اتلانو لیګ د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي لومړۍ) په دریشپېتمه لوبه کې د خدیم اف‌سي لوبډلې خراسان فاریاب ته ۲ د ۱ پر توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د خدیم له لوبډلې څخه نسیم مرادي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دغه راز د دې سیالیو په څلور‌شپېتمه لوبه کې عینو مېنې جوانان واحدي لوبډلې ته ۸ – ۱ ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د عینو مېنې لوبډلې غړی احمد نبي مقدس د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د فوټبال اتلانو لیګ د دې پړاو پای لوبه به د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي دوه‌یمه) د عدالت فراه او اټک انرژي ترمنځ ترسره کیږي.

پای لوبه به د کابل پر وخت ۳:۰۰ بجې پیل او له آریانا تلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!