تازه خبرونه
د اتریش د پلازمېنې سړکونه له خونړي برید پاک شوي
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د دوشنبې پر شپه د ښار مرکزي عبادت خونې ته نږدې د وسلوالو پر ډزو ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د اتریش لومړي وزیر سبستیان کورز دغه پېښه ” له کرکې ډک تروریستي برید” یاد کړی او څرګندوي، چې دا برید د ماښام پر اته بجو هغه وخت پیل شو، چې د اتریش په سلګونه اوسیدونکيو د کرونا ویروس د دوه یمې څپې له کبله له نوي بندیز لګولو مخې له ښاري ژوندانه څخه د خوند اخیستو لپاره راوتلي وه.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر کارل نهامر تېره شپه ویلي، چې ډېر خطرناک وسلوال برید کونکي د تیښتې په حالت کې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ځانګړي ځواکونه اوس د شکمنو ترهګرو په لټه کې دي.
هغه ځایي رسنیو ته ویلي: زه دا بریدګرد ویانا د یوې سیمې نه بولم؛ ځکه، چې دا ګرځنده مجرمان دي.
د اتریش پولیسو تېره شپه ومنله، چې په دې برید کې دوه سړي او یوه ښځه وژل شوي او ګڼشمېر خلک ټپیان دي.
پولیسو زیاته کړې، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
نهامر د دغه برید پړه د اسلامي دولت د غړیو پر غاړه واچوله، یوازنی پېژندل شوی برید کوونکی، چې د پولیسو لخوا په ډزو کې وژل شوی دی.
دغه راز نهامر زیاته کړې، چې په برید کې د دې ښار شپږ سیمې په نښه شوې دي.
د یهودي ټولنې مشر اوسکار دیتیچ په خپل تویت کې ویلي؛ د برید پر مهال عبادت خونه تړل شوې وه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ د عبادت خونو په انګړ کې ژوند کوو. د ډزو له اوریدو سره سم مو له کړکیو څخه کښته وکتل، چې وسلوالو پر بېلابېلو سیمو ډزې کولې.