لوبی

د اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

Published

on

 

افغانستان د متحده عربي اماراتو د یو ورځنیو لوبو د درې‌اړخیزې سیالۍ په لړ کې د صدیق‌الله اتل د سلیزې او د راشد خان د څلور ویکټو پر مټ زمبابوې ته د ۱۵۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

صدیق‌الله اتل ۱۰۲ او ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې وکړې.

دغو دوه لوبغاړو د دوه‌یمې ویکټې لپاره د ۱۴۰ منډو ملګرتیا جوړه کړه او افغانستان یې په پیاوړي دریځ کې ودراوه؛ خو د لوبډلې وروستي شپږ لوبغاړي یوازې د ۳۵ منډو پر جوړولو وسوځېدل.

زمبابوی لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ښه ونه‌ځلېده او په ۳۸.۴آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

راشد خان د افغانستان په توپ‌اچونه کې وځلېد او د ۱۷ منډو په بدل کې یې څلور ویکټې واخیستې.

رایان برل ۳۱ او سکندر رضا ۴۸ منډې وکړې. دا دواړه د زمبابوې له هغو مهمو لوبغاړو څخه ول، چې لوبډلې ته یې ۷۹ منډې جوړې کړې؛ خو وسوځېدل.

فضل‌الحق فاروقي او عظمت‌الله عمرزي هم په لومړیو کې ویکټې واخیستې او زمبابوې یې د ۴۳ منډو پر جوړولو د څلور لوبغاړو له سوځېدا سره مخ کړه.

افغان توپ‌اچوونکو تر پایه پر سیالې لوبډلې فشار وساته او د هغو د منډو جوړولو مخه یې ونیوله.

د صدیق‌الله اتل ۱۰۲ منډې وکړې، چې دا یې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې درېیمه سلیزه وه؛ خو ابراهیم ځدراڼ خپلې سلیزې ته ونه‌رسېد او پر ۹۰ منډو وسوځېد.

له دې بریا سره افغانستان د درې‌اړخیزې سیالۍ پایلوبې ته د لار موندلو په سیالۍ کې پاتې شو.

د افغانستان او زمبابوې لوبډلې هره یوه دوه نومرې لري. د چارشنبې پر ورځ به له بنګله‌دېش سره د افغانستان وروستۍ ډله‌ییزه لوبه پایلوبې ته د پاتې لارموندونکي لوبډلې برخلیک روښانه کړي.

Trending

Exit mobile version