تازه خبرونه

د اردو او خلکو ترمنځ تفرقه ختمه کړئ ـ عباس ستانکزی

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ پرون چارشنبه( د وږي یوویشتمه) د دې وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست پر نوښت د مرکز او سیمه‌ییزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو  د۸۰ ویاندویانو او د عامه چارو امرینو ته د وړتیا لوړونې دری ورځنی سیمینار بریالی پای ته ورسېد.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ملي دفاع وزارت د ویاندویانو په درې ورځني سیمنار کې د خبرو پر مهال ویلي: تاسې د ملي اسلامي اردو ژبې یاست؛ د خپلې ملي اسلامي اردو قوت نړۍ ته په عمل کې ثابت کړئ او کوښښ وکړئ، چې د اردو او خلکو ترمنځ تفرقه ختمه کړئ.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ پرون چارشنبه( د وږي یوویشتمه) د دې وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست پر نوښت د مرکز او سیمه‌ییزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو  د۸۰ ویاندویانو او د عامه چارو امرینو ته د وړتیا لوړونې دری ورځنی سیمینار بریالی پای ته ورسېد.

د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ په دې سیمینار کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال  شېر محمد عباس ستانکزي په ګډون د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد، سرمفتش لطف الله حکیمي، د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دوکټور لطف الله خیرخوا، د چاپېریال ساتنې مرستیال خالد سجستاني، د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ویاندویانو او د ملي دفاع وزارت نور مسوولانو برخه اخیستې وه.

دغه راز د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې د دې وزارت پالیسۍ په پام کې ونیسئ او پخپلو قطعاتو کې د هېوادوالو د ذهن جوړونې په برخه اصلاحي خپرونې او برنامې پلې او  فکري او رواني جکړې ته پوره پاملرنه ولرئ.

هغه زیاته کړې؛ غربیان او پلویان یې اوسمهال زمونږ پر وړاندې سړه جګړه پرمخ وړي، دوی بېلابیل پرګرامونه په کار اچولي او غواړي، چې خپل کلتور پر مونږ ومني او پخپله دې رواني جګړه کې بریالي شي.

ویل کیږي، چې مسوولان او ویاندویان باید هوښیار اووسي او د زورواکو پر وړاندې کلک ودرېږي.

Trending

Exit mobile version