تازه خبرونه
د اردو او خلکو ترمنځ تفرقه ختمه کړئ ـ عباس ستانکزی
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ پرون چارشنبه( د وږي یوویشتمه) د دې وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست پر نوښت د مرکز او سیمهییزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو د۸۰ ویاندویانو او د عامه چارو امرینو ته د وړتیا لوړونې دری ورځنی سیمینار بریالی پای ته ورسېد.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ملي دفاع وزارت د ویاندویانو په درې ورځني سیمنار کې د خبرو پر مهال ویلي: تاسې د ملي اسلامي اردو ژبې یاست؛ د خپلې ملي اسلامي اردو قوت نړۍ ته په عمل کې ثابت کړئ او کوښښ وکړئ، چې د اردو او خلکو ترمنځ تفرقه ختمه کړئ.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ پرون چارشنبه( د وږي یوویشتمه) د دې وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست پر نوښت د مرکز او سیمهییزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو د۸۰ ویاندویانو او د عامه چارو امرینو ته د وړتیا لوړونې دری ورځنی سیمینار بریالی پای ته ورسېد.
د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ په دې سیمینار کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په ګډون د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد، سرمفتش لطف الله حکیمي، د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال دوکټور لطف الله خیرخوا، د چاپېریال ساتنې مرستیال خالد سجستاني، د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ویاندویانو او د ملي دفاع وزارت نور مسوولانو برخه اخیستې وه.
دغه راز د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې د دې وزارت پالیسۍ په پام کې ونیسئ او پخپلو قطعاتو کې د هېوادوالو د ذهن جوړونې په برخه اصلاحي خپرونې او برنامې پلې او فکري او رواني جکړې ته پوره پاملرنه ولرئ.
هغه زیاته کړې؛ غربیان او پلویان یې اوسمهال زمونږ پر وړاندې سړه جګړه پرمخ وړي، دوی بېلابیل پرګرامونه په کار اچولي او غواړي، چې خپل کلتور پر مونږ ومني او پخپله دې رواني جګړه کې بریالي شي.
ویل کیږي، چې مسوولان او ویاندویان باید هوښیار اووسي او د زورواکو پر وړاندې کلک ودرېږي.
تازه خبرونه
په پاکستان کې روانه ناامني د افغانستان د جګړې پر مهال د حکومتي سیاستونو پایله ده
اڅکزي ویلي، هيڅوک «بې له دلیله او یا د لیونتوب له مخې وسله نهاخلي» او زیاتوي؛ که « وړ کسان» واکمن شي، وضعیت ورسره ښه کېدی شي.
تازه خبرونه
مسکو په افغانستان کې پر ځانګړو شرطونو د یوناما د ماموریت غځولو ته هیلهمن شو
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو تمه لري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) ماموریت له ځانګړو شرطونو سره وغځول شي.
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
هغه ویلي: «هو! البته ماموریت به وغځول شي، خو له ځانګړو شرطونو سره؛ ځکه د دې ماموریت د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. مونږ هیله لرو، چې دا ټولې برخې په پام کې ونیول شي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې د یوناما ماموریت د یو کال پر ځای د درې میاشتو لپاره وغځاوه. دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې واشنګټن د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه.
د یوناما د راتلونکي په اړه بحثونه داسې مهال وړاندې کېږي، چې افغانستان اوس هم له بشري ناورین سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت، بېکارۍ او روغتیايي خدمتونو او لومړنیو آسانتیاوو ته د لاسرسي له کمېدا کړېږي.
روسیې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پراخېدا ته پام رااړولی دی او د سیمې د نورې بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړیوال تعامل له روان ساتلو ملاتړ کړی دی.
مسکو ټینګار کوي، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ساتل د بشري ننګونو د حل او د داعش په څېر ډلو پر ضد مبارزې لپاره اړین دي؛ هغه ډله، چې روسیه یې د سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ ګڼي.
دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که کابل رسمي غوښتنه وکړي؛ دغه مرستې به برابرې شي.
روسیې د روان کال په اپریل میاشت کې افغانستان ته نږدې ۴۰۰۰ ټنه د غنمو اوړه هم لېږلي دي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
-
تازه خبرونه5 days agoهند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
-
تازه خبرونه5 days agoملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoله افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو لېږد بشپړ شو
-
تازه خبرونه4 days agoچین او روسیې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day agoایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي
-
سیمه ییز خبرونه17 hours agoله ایران سره د هوکړې لپاره بېړه نه لرو؛ د هرمز تنګي محاصره به روانه وي – ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
