تازه خبرونه
ملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه
د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ويلي، چې د سفر پر مهال د ۲۴ ساعته چوپړتیاوو وړاندې کولو تر څنګ مالي، صنعتي، سوداګریزې، ټرانسپورټي، ټولګټو چارو او نورو اړوند اداري ستونزو او ننګونو ارزونه شوې او د هغوی د حل لپاره اړینې پرېکړې شوې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یوه پلاوي پر مشرۍ حیرتان بندر ته سفر کړی او په دې بندر کې یې د چوپړتیاوو د پراختیا او د امارتي ادارو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ويلي، چې د سفر پر مهال د ۲۴ ساعته چوپړتیاوو وړاندې کولو تر څنګ مالي، صنعتي، سوداګریزې، ټرانسپورټي، ټولګټو چارو او نورو اړوند اداري ستونزو او ننګونو ارزونه شوې او د هغوی د حل لپاره اړینې پرېکړې شوې دي.
د دغو پرېکړو له مخې؛ ټاکل شوې، چې اداري تشکیلات پراخ شي او په بندر کې بنسټیزې پروژې؛ معیاري تمځایونه، اداري ودانۍ، سړې خونې، پرمختللي لابراتوارونه، معیاري سړکونه او د اوسپنېپټلۍ پراختیا عملي شي.
دغه راز د قاچاق د مخنیوي او د صادراتو او وارداتو د بهیر آسانولو لپاره د ډیجیټلي تلو او ګرځنده سکنرونو لګول هم په پام کې دي.
د اقتصادي معاونیت دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو طرحو له پلي کېدا سره به په حیرتان بندر کې سوداګریز خدمتونه ۲۴ ساعته او پرته له ځنډه وړاندې او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شي.
تازه خبرونه
د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان روغتیايي برخې ته د همکاریو ډاډ ورکړ
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ډاکټر حنان بلخي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې وکړې، چې د ګیټس بنسټ رییس، د سعودي پاچا سلمان د بشري بنسټ مسوول، د یونیسف د سیمهییز دفتر رییس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم په کې ګډون درلود.
د روغتیا نړیوالې ټولنې(WHO) سیمهییز دفتر مشرې حنان بلخي، د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د دې ټولنې د پرلهپسې همکاریو ډاډ ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ډاکټر حنان بلخي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې وکړې، چې د ګیټس بنسټ رییس، د سعودي پاچا سلمان د بشري بنسټ مسوول، د یونیسف د سیمهییز دفتر رییس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم په کې ګډون درلود.
ډاکټر حنان بلخي پولیو یوه نړیواله اندېښنه وبلله او د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د پولیو ضد کمپاینونو په بریالي پلي کېدا کې د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له روغتیايي همکاریو هرکلی وکړ او له پولیو ضد کمپاینونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
هغه د عامې روغتیا د نظام پر پیاوړتیا د سرطان ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې د پرمختللو مرکزونو پر جوړېدا، د روغتیايي مرکزونو پر تجهیز او د طبي پرسونل د ظرفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.
متقي ویلي، چې روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي، چې نړیوالې مرستې او روغتیايي خدمتونه په عادلانه او اغېزمن ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.
تازه خبرونه
د ملګروملتونو دوه چارواکي کابل ته راورسېدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ.
نن (یکشنبه د چنګاښ څوارلسمه) د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح کابل ته راورسېدل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ.
عبدالرحمن راشد په دې کتنه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د چارواکو میداني حضور او له خلکو سره مستقیمې لیدنې د افغانستان د وضعیت په اړه تر لیکلو راپورونو بشپړ انځور وړاندې کوي.
هغه زیاته کړې؛ میلیونونه افغانان له کلونو راپدېخوا له خپل هېواده بهر ژوند کوي، خو اوس یې هم له افغانستان سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د مناسبو حللارو موندل د انساني کرامت په ساتنه او د هغوی د ژوند د وضعیت په ښهوالي کې مهم رول لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې افغانستان ته د ده د سفر موخه له نیږدې څخه د خلکو د ستونزو ارزونه او ورته رسېدنه ده.
هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ز.کال له پیله تر اوسه شاوخوا شپږ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د څرګندونو له مخې یې دا په نړۍ کې بېسارې کچه ده.
هغه د افغانستان له خلکو د ملګرو ملتونو پر دوامدار ملاتړ او د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې فعال حضور لري او د پراختیا، روغتیا او بشري مرستو په برخو کې به له افغانانو خپل ملاتړ روان وساتي.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانانو لپاره د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دغه سفر د افغانستان د اقتصادي او بشري ننګونو پر وړاندې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا څرګندونه کوي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، د دې درې ورځني سفر موخه د راستنېدونکو، بېځایه شویو او بشري اړتیاوو د وضعیت ارزونه ده.
تازه خبرونه
د افغان ډیپلوماټیکو استازولیو هڅې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره اړینې دي
یاد وزارت دویچهوله خبري رسنۍ ته ویلي؛ د نړیوال عرفي حقوقو له مخې د افغانستان واکمن چارواکي اړ دي هغه افغان وګړي ومني، چې له جرمني څخه ایستل کېږي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په دې هېواد کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو د هڅو دوام د افغان وګړو د ایستلو د بهیر لپاره اړینې دي؛ ځکه همدا استازولۍ اړین سفري اسناد صادروي.
یاد وزارت دویچهوله خبري رسنۍ ته ویلي؛ د نړیوال عرفي حقوقو له مخې د افغانستان واکمن چارواکي اړ دي هغه افغان وګړي ومني، چې له جرمني څخه ایستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې برلین د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پراخولو هڅې کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکسانډر ډوبرینډت، وړاندیز کړی، چې هره میاشت افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د لېږد لپاره درې چارټر الوتنې ترسره شي او ترڅنګ یې انفرادي ایستل هم د سوداګریزو الوتنو له لارې دوام ومومي.
که څه هم جرمني اسلامي امارت پر رسمیت نهپېژني، خو دا مهال په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن ښار کې د افغانستان کونسلګري دواړه د اسلامي امارت د استازو لهخوا اداره کېږي.
د دویچهوله د راپور له مخې؛ د جرمني حکومت تائید کړې، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت څلور نور ډیپلوماټان هم دغه هېواد ته ولاړ شي.
-
International Sports4 days ago۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoیوه افغان ګرځندوی د موټرسایکل پر مټ د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه ولیدل
-
تازه خبرونه5 days agoروسیې له افغانستان او پاکستان څخه د اختلافونو د ډیپلوماټیک حل غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو کمېدا میلیونونه کسان له بحران سره مخ کړي
-
International Sports18 hours agoفرانسې او مراکش د فوټبال نړیوال جام منځلوبو یا اته غوره پړاو ته لار وموندله
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoتهران غواړي پر هرمز تنګي واک وساتي او له بېړیو لګښت واخلي – ایراني سرچینې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا او ایران خبرې له پایلې پرته؛ پر هرمز تنګي راوڅرخېدې
