تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه وغږېدل
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د توماس نیکولسون او د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محرم الدین ترمنځ په کتنه کې د افغانستان له وضعیت سره پر اړوند مسلو او همدارنګه د اوسنیو ننګونو او ګواښونو د حل په اړه رغنده بحث وشو. دواړو خواوو د تاجکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا، امکاناتو او اوسني وضعیت خپل اندونه وړاندې کړل.”
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې پر پېنځلسمه ) د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محرالدین د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسون سره د لیدنې پر مهال د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د توماس نیکولسون او د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محرم الدین ترمنځ په کتنه کې د افغانستان له وضعیت سره پر اړوند مسلو او همدارنګه د اوسنیو ننګونو او ګواښونو د حل په اړه رغنده بحث وشو. دواړو خواوو د تاجکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا، امکاناتو او اوسني وضعیت خپل اندونه وړاندې کړل.”
تاجکستان، چې د ډلهییز امنیتي تړون ټولنې غړی هم دی؛ له دې مخکې د دې ټولنې د غړو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې څخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده شوې وه او د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې د همغږۍ غوښتنه کړې وه.
اسلامي امارت تل ګاونډ او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا اړوند هېوادونو ته ګواښ ندی.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان بهرنیو چارو د وزیر له مرستیالې آمنه بلوچ سره د سیمې د تحولاتو په ځانګړي توګه د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې د اقتصادي همکاریو ټولنې ( اکو ) د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو په ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته د آمنه بلوچ د سفر پر مهال شوې دي.