تازه خبرونه
د اروپا ډېري بې مشره کډوال ماشومان د افغانستان دي
د اروپا د احصائې ادارې د چارشنبې پر ورځ (د غویی ۱۴ ) په ډاګه کړه، چې په ۲۰۲۱ کال کې د هغو بې مشره ماشومانو شمېر، چې اروپا ته راغلي؛ د تېر کال پرپرتله ۷۲ سلنه ډېروالی ښيي.
د دغه دفتر د معلووماتو له مخې؛ په ۲۰۲۰ کال کې د بې مشره ماشومانو شمېر ۱۳۵۵۰ کسان ول؛ خو په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر ۲۳۲۵۵ ته لوړ شو.
د تېر اګست په میاشت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، چې په اروپا کې یې د کډوالۍ غوښتنې کړې؛ ډېري یې ۱۶ او ۱۷ کلن افغان هلکان دي.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اقتصاد په ټپه ودرېده او زرګونه کسان وتښتېدل.
تېر کال اروپايي هېوادونو د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۲۶۷ زره پناه غوښتونکیو ته پناه ورکړې وه، چې نیمایي ترې سیاسي پناه اخیستې او پاتې نورو ته بشري پناه ورکړ شوې ده.
په سلو کې ۲۵ پناه غوښتونکي د سوریې وګړي دي، ورپسې افغانان او وینزویلایان دي. د استوګنې او پناه غوښتنې درې اصلي هېوادونه جرمني، فرانسه او ایټالیا دي.
د اروپا د احصائې د ادارې معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې اروپايي هېوادونو شاوخوا ۵۰۰۰ بې مشره ماشومانو ته پناه ورکړې او له دې شمېر څخه ۳۴ سلنې یې سیاسي پناه اخیستې ده.