تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان استازو د سیمه‌ییزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا د مشورتي خبرو د لومړنۍ ناستې په څنډه کې د ازبکستان جمهوریت بهرنیو چارو وزارت له مرستیال بابر عثمانوف سره د لیدنې پر مهال د اړیکو د پیاوړتیا، فرصتونو او د سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.

امیرخان متقي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او د نورې همغزۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار څرګند کړ.

دغه راز بابر عثمانوف د دې سیمه‌ییز نوښت له رامنځته کېدا د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ د کابل او تاشکند ترمنځ  د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او د نورو دېرو همکاریو پر غخېدا یې هم ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم په کابل کې د ازبکستان د صنعتي پراختیا او درملو تولید څانګې له مشر عبدالله عزیزوف او له مل پلاوي سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version