Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

سیمه ییز خبرونه

په کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي

الجزیرې هم راپور ورکړی، چې په دې چاودنه کې، چې له کبله یې باروړونکی ریل‌ګاډی له پټلۍ وتلی او له ۵۰ ډېر کسان په کې ټپیان شوي دي.

Published

on

العربیه خبري څانګې د پاکستاني چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ ورځ چاودنې د کویټې ښار د اوسپنې‌پټلۍ په لاره کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي دي.

الجزیرې هم راپور ورکړی، چې په دې چاودنه کې، چې له کبله یې باروړونکی ریل‌ګاډی له پټلۍ وتلی او له ۵۰ ډېر کسان په کې ټپیان شوي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

پاکستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته سپارلې

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.

Published

on

پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي؛ اسلام‌آباد د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته لېږدولې؛ په داسې حال کې، چې د هوکړې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم بې‌پایلې پاتې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.

دغه رازډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند په نازک وضعیت کې دی او د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي پر سر اختلافونه اوس حل شوي نه‌دي.

ایران ټینګار کړی، تر هغې، چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ونه‌رسېږي؛ د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې ونه‌کړي او د بندیزونو لرې کېدل، د سمندري کلابندۍ پای او د تېلو د خرڅلاو بیا پیل غواړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

باکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو

دغه غونډه، چې د مې له اووه‌لسمې څخه به تر دوه‌ویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.

Published

on

د آذربایجان په پلازمېنه باکو ښار کې د نړۍ د ښارونو دیارلسمه نړیواله غونډه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لسګونو زره ګډونوالو په حضور کې پیل شوه.

دغه غونډه، چې د مې له اووه‌لسمې څخه به تر دوه‌ویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.

د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو له ۴۰ زره ډېرو کسانو په دې نړیواله غونډه کې نوم‌لیکنه کړې، چې دا یې د دغې نړیوالې غونډې تر ټولو ستر پړاو ګرځولی دی.

په دې فورم کې دولتي چارواکي، د ښار جوړونې څانګه‌وال(متخصصان) پانګه‌وال او د نړیوالو بنسټونو استازي د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلونونو، ارزانه استوګنځیو او ځیرک ښارونو په اړه خبرې اترې کوي.

د دغې غونډې له اړینو برخو څخه په قره‌باغ او ختیځ زنګزور کې د آذربایجان د بیارغونې او پراختیایي پروژو ارزونه بلل شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!