تازه خبرونه
د ازبکستان او پاکستان مشرانو د افغان ټرانس پروژې د پلي کېدا پر هڅو ټینګار وکړ
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هوکړه کړې؛ د “افغان ټرانس” اوسپنې پټلۍ پروژې د پلي کولو لپاره، چې منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره نښلوي؛ ګډې هڅې کوي.
د چارشنبې پر ورځ په تاشکند کې له میرضیایوف سره په ګډه خبري غونډه کې شریف ویلي، چې دا پروژه د سیمې لپاره یوه اړینه پروژه ده.
د ازبکستان ولسمشر دا هم ویلي، چې د دې پروژې پر وړاندې د ننګونو او ستونزو د څېړلو لپاره به یوه کمېټه جوړه شي.
هغه وایي: « دا زمونږ راتلونکی دی؛ تجارت او د خلکو تګ راتګ به زیات شي.»
د پاکستان لومړي وزیر همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې حکومت به یې د ټرانس-افغان اوسپنې پټلۍ پروژې د پلې کېدا لپاره په غوره توګه خپل رول ولوبوي.
د ازبکستان چارواکو ویلي، چې تمه ده دغه پروژه تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړه شي.
شهباز شریف په تاشکند کې د یوې خبري غونډې پر مهال له اسلامي امارت څخه وغوښتل؛ د هغو وسلوالو ډلو مخه دې ونیسي، چې د افغانستان خاورې په پاکستان کې د بریدونو لپاره کاروي.
هغه ټینګار کړی، چې یو سولهییز او باثباته افغانستان د سیمې د نښلېدا او امنیت لپاره اړین دی.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی؛ هیچا ته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر امنیت برید وکړي.
د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې د ازبکستان لخوا وړاندیز شوې وه، چې له مزارشریف څخه پیل او د پکتیا ولایت تر خرلاچي بندر پورې غځېدلې ده.