تازه خبرونه

د ازبکستان له لارې افغانستان ته د بشري مرستو یوه ټولګه راولیږل شوه

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د ازبکستان د حکومت پر ملاتړ افغانستان ته د بشري مرستو په ګډون ۱۲ لارۍ راواستول شوې.

په تاشکند کې ازبک رسنیو راپور ورکړی، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د ازبکستان د حکومت پر ملاتړ افغانستان ته له ۴۸ زره کمبلو بار، باروړونکې لارۍ لېږلي دي.

دغه ټولګه د ترمذ په ښار کې د نړیوال څو اړخیز ترانسپورت او لوژستیکي مرکز له لارې د افغانستان په سخت ژمي کې د دې هېواد خلکو او د نورو زیانمنو شویو برخو استازیو ته د حیاتي مرستو رسولو په موخه استول شوې ده.

دغه ټولګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د بشري لوژستیک له سیمه ییز مرکز څخه، چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د ازبکستان د حکومت پر ملاتړ جوړ شوی؛ واستول شوه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ لوړپوړي سلاکار فرانک ریموس ویلي: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د ازبکستان له حکومت سره په ګډه کار کوي، چې د افغانستان له خلکو سره حیاتي بشري مرستو ته روانې وساتل شي.

هغه زیاته کړې: دا په ځانګړي توګه په دې ساړه ژمي کې اړتیا ده. په پای کې د ازبکستان د حکومت او سیمه ییزو همکارانو په مرسته، UNHCR کولی شي په چټکۍ سره په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او نرینه‌وو د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د ترمذ مرکز د ازبکستان په جنوب کې موقعیت لري او په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې یې ۲۱۷ لارۍ د لومړنیو اړتیاوو وړ توکي بې ځایه شویو کورنیو او د طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو قربانیانو ته استولي دي.

په ټوله کې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یې له ۵ میلیون و ۹۰۰ زره کسانو سره مادي او حقوقي مرستې کړې دي.

Trending

Exit mobile version