تازه خبرونه

د ازبکستان یوه شرکت د کاني توکو پروسس ته لېوالتیا څرګنده

 د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ازبکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۵

 د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې یو ازبکستاني شرکت په افغانستان کې د کرومایټ او سربو په کانونو کې پانګونې او د کاني توکو پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

 د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ازبکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا او په  کاني سرچینو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې عبدالرحمن قانت د بهرنیو پانګه‌والو د جذب او ملاتړ لپاره د لازمو همکاریو او ډېرو نورو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

Trending

Exit mobile version