تازه خبرونه

د اسرائیلو نسل وژنه باید ژر تر ژره ودرول شي- افغانستان

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د فلسطین د پرمختګونو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې  ویلي، چې اسرائیلو په فلسطین کې بشریت ضد کړنې، نسلي وژنې او جنګي جنایتونه تر سره کړي دي.

عبدالقهار بلخي د سې شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي: د غزې په تړانګه کې د اوبو، خواړو، درملو او برښنا پرې کول او د وحشي اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ ښځو په ګډون ۷۰۴ ملکي وګړي شهیدانول او له ۲۰۰۰ زیات کسان ټپیانول او پر قصدي توګه د ملکي خلکو کورونه، جوماتونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي جنایت او د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي. 

نوموړي زیاته کړې: له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په تېره بیا له اسلامی هېوادونو او ملګرو ملتو څخه غواړو، چې د صهیونیسټ رژیم د روانې نسل وژنې مخه ونیسي، چې له بده مرغه د امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو بشپړ ملاتړ ورسره دی.

دا غږ په داسې حال کې شوی، چې اسرائیلو د سې شنبې پر ورځ له فلسطین سره د خپلې شخړې په ۷۵ کلن تاریخ کې ترټولو سخت هوایي بریدونه کړي او د حماس له ګواښ سره سره یې د غزې تړانګه بمبارد کړه او کورونه لوټې لوټې کړل.

اسرائیلو د “زور غچ” ژمنه کړې هغه وخت وکړه، چې د حماس جنګیالي د دوی ښارونو ته دننه شول او سړکونه یې ورته له مړو ډک کړل او اسرائیلو د خپل تاریخ ترټولو وژونکی برید یاد کړ.

دوی سلګونه زره احتیاطي ځواکونه رابللي او غزه یې، چې د ۲ اعشاریه ۳  میلیون خلکو استوګنځی دی، تر بشپړې محاصرې لاندې راوست.

اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د حماس د شنبې ورځې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰۰ ته رسېدلی، چې ډېري ولسي وګړي په کورونو، سړکونو او نڅا‌خونو کې پر ډزو وژل شوي دي.

په لسګونه اسرائیلیان او نور بهرنیان غزې ته د یرغمل په توګه لېږدول او ځینې ​​یې پر سړکونو نندارې ته وړاندې شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیلو په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۷۰ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي. هوایي بریدونه، چې تر ټولو درانه ول د سې شنبې پر شپه یې شدت پیدا کړ، ځمکه یې ولړزوله او د سهار له هسکه یې لوګي او لمبې راپورته شوې.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې؛ په غزه کې له ۱۸۰ زره ډېر خلک بې کوره شوي، چې ډېري یې په سړکونو او ښوونځیو کې راټول او بمبارد هم د بیړنیو مرستو لارې بندې کړې دي.

Trending

Exit mobile version