سیمه ییز خبرونه

د اسرائیلو په بریدونو کې ۹۳۵ کسان وژل شوي- ایران

د ایران د قصایي قوې ویاند اصغر جهانګیر ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ۳۸ ماشومان او ۱۳۲ ښځې هم شته دي.

Published

on

د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د ایران د قضايي قوې ویاند د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د وروستیو عدلي معلوماتو له مخې له ایران سره د اسرائیل د ۱۲ ورځنۍ هوايي جګړې په بهیر کې شاوخوا ۹۳۵ کسان وژل شوي دي.

د ایران د قصایي قوې ویاند اصغر جهانګیر ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ۳۸ ماشومان او ۱۳۲ ښځې هم شته دي.

د تېرې سې‌شنبې پر ورځ د اوربند له پیل مخکې د ایران روغتیا وزارت د وژل شویو کسانو شمېر ۶۱۰ کسان ښودلی و.

جهانګیر زیاته کړې، چې د تهران د اوین زندان په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۱ څخه ۷۹ ته پورته شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې اسرائیل د جون پر دیارلسمه هوايي جګړه پیل کړه؛ د ایران پر اټومي تاسیساتو یې برید وکړ او لوړ پوړي پوځي قومندانان، ملکي وګړي او اتومي پوهان یې ووژل، چې د ۱۹۸۰ لسیزې راپدېخوا له عراق سره د اسلامي جمهوریت د جګړې تر ټولو بده ضربه وه.

ایران د اسرائیل پر پوځي برخو، بېخبناوو او ښارونو د توغندیو پر بریدونو خپل غچ واخیست.

امریکا د جون پر دوه‌ویشتمه د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ او په جګړه کې د اسرائیل پر ګټه ښکېله شوه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د اسرائیل “په دې  یرغل کې ډېری جنګي جرمونه رامنځته کړل”.

هغه وایي، چې ایران به شواهد نړیوالو بنسټونو ته وسپاري، چې پر وینا یې اسرائیل باید حساب ورکړي.

بقايي په یوه منظم رسنیز کنفرانس کې خبریالانو ته وویل.”د صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) عمل پرته له کوم دلیل یا توجیه څخه ترسره شوی، له همدې کبله مونږ د نظامي او ملکي (قربانیانو) پربېلولو باور نلرو،”

هغه ویلي، چې هر “شهید یا د ودانیو ویجاړېدا د جنګي جرمونو یوه بېلګه ده.”

Trending

Exit mobile version