نړۍ
د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي
د راپورونو له مخې؛ نن (چارشنبه د غویی۲۲) له اسرائیلي ځواکونو سره د غزې په نښتو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په نښتو کې پېنځه اسرائیلیان هم وژل شوي دي.
اسرائیلیانو نن سهار څرګنده کړې، چې دوی پر غزه سلګونه هوایي بریدونه کړي دي.
دوی دا هم ویلي، چې د حماس د مشرانو پر کورونو په هوايي بریدونو کې د دوی دوه اطلاعاتي مسوولین وژل شوي دي.
حماس هم ویلي، چې پر اسرائیلو یې سلګونه توغندي توغولي دي.
د فلسطین اسلامي جهاد څرګنده کړې، چې د چارشنبې د سهار پر پېنځه بجو مو پر دښمن ځواکمن بریدونه کړي دي.
په غزه کې د فلسطین د عامې روغتیا وزارت منلې، چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ کسان وژل شوي او۲۳۳ نور ټپیان دي.
په غزه کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ له تېرو دوه شپو راپدیخوا د توغندیزو او هوایي بریدونو په کچه کې ډېروالی راغلی دی.
د اسرائیلو اردو د سې شنبې پر ماښام د غزې په تړانګه کې یوه ۱۳ پوړیزه ودانۍ ړنګه کړه او دغه راز یې د الجوهرا، السعدهو الظفار لوړ برجونه بمبارد کړي دي.
د اسرائیلو پوځي خبریالانو ویلي، چې دا ډول بریدونه به روان ساتل کیږي.
د اسرائیلو او فلسطیني ځواکونو ترمنځ نښتې د روژې پر ۲۷ شپه له هغې وروسته پیل شوې، چې اسرائیلي ځواکونو پرفلسطینیانو اوښکې بهوونکی ګاز وویشت او پر عبادت کوونکیو یې ډزې وکړې.