نړۍ

د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د لویدیځې غاړې څلور فلسطینیان ووژل شول

Published

on

رویترز د فلسطین رسمي خبري سرچینې وفا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د چارشنبې پر ورځ د اشغال شوې لویدیځې غاړې په جنین ښار کې د اسرائیلي ځواکونو لهخوا د یوه اته کلن هلک او یوه ۱۵ کلن تنکي ځوان او د دوه لوړپوړیو وسلهوال قومندانانو په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، دوه ماشومان؛ اته کلن آدم سامر الغول او ۱۵ کلن باسل سلیمان ابو الوفاء  د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې د اشغالګرو ځواکونو له‌خوا پر ډزو وژل شوي دي.

د حماس اسلام‌پاله غورځنګ ادعا کړې، چې الوفا یې غړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې نا تائید شوې ویدیو خپره شوې، چې د ۸ کلن ماشوم پر ډزو وژل کیږي؛ خو په ویدیو کې دا ندي ښودل شوي، چې ډزې چا کړي.

د اسرائیلو پوځ د ویدیو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: نن سهار د جنین په کمپ کې یو شمېر شکمنو کسانو د اسرائیلي پوځیانو پر لوري چاودېدونکي توکي وغورزول. عسکرو شکمنو کسانو ته پر ډزو ځواب ورکړ او ډزې یې وپېژندل شوې.

په دې راپور کې راغلي: د جنین کمپ، چې په لویدیځه غاړه کې د اورپکو د فعالیتونو یو له خورا فعالو مرکزونو څخه دی؛ د جولای په میاشت کې د اسرائیلو پر پراخو عملیاتو بشپړ زیانمن شو او پرته له ویجاړو کورونو نور څه ترې پاتې نه‌شول.

وفا خبري سرچینې ویلي، چې محمد جمال زبیدي او وسام زیاد حانون نومي ملسطینیان په دې کمپ کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا وژل شوي او اشغالګرو یې جسدونه له ځان سره یوړل.

د اسرائیلو پوځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ زبیدي او حانون د پوځ، ملي امنیت ادارې او سرحدي پولیسو له‌خوا په جنین کمپ کې په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي دي.

دغه پوځ زیاته کړې؛ زبیدي د اسلامي جهاد یو لوړپوړی فعال او د جنین په کمپ کې یو له مرکزي مشرانو څخه و.

د اسرائیلو پوځ دا ویلي، چې هغه په پراخو وسله‌والو فعالیتونو کې لاس درلود او پر ډزو یې بریدونه کول او د نورو بریدونو لپاره یې خلک هڅول.

Trending

Exit mobile version