نړۍ
د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د لویدیځې غاړې څلور فلسطینیان ووژل شول
رویترز د فلسطین رسمي خبري سرچینې وفا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د چارشنبې پر ورځ د اشغال شوې لویدیځې غاړې په جنین ښار کې د اسرائیلي ځواکونو لهخوا د یوه اته کلن هلک او یوه ۱۵ کلن تنکي ځوان او د دوه لوړپوړیو وسلهوال قومندانانو په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، دوه ماشومان؛ اته کلن آدم سامر الغول او ۱۵ کلن باسل سلیمان ابو الوفاء د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې د اشغالګرو ځواکونو لهخوا پر ډزو وژل شوي دي.
د حماس اسلامپاله غورځنګ ادعا کړې، چې الوفا یې غړی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې نا تائید شوې ویدیو خپره شوې، چې د ۸ کلن ماشوم پر ډزو وژل کیږي؛ خو په ویدیو کې دا ندي ښودل شوي، چې ډزې چا کړي.
د اسرائیلو پوځ د ویدیو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: نن سهار د جنین په کمپ کې یو شمېر شکمنو کسانو د اسرائیلي پوځیانو پر لوري چاودېدونکي توکي وغورزول. عسکرو شکمنو کسانو ته پر ډزو ځواب ورکړ او ډزې یې وپېژندل شوې.
په دې راپور کې راغلي: د جنین کمپ، چې په لویدیځه غاړه کې د اورپکو د فعالیتونو یو له خورا فعالو مرکزونو څخه دی؛ د جولای په میاشت کې د اسرائیلو پر پراخو عملیاتو بشپړ زیانمن شو او پرته له ویجاړو کورونو نور څه ترې پاتې نهشول.
وفا خبري سرچینې ویلي، چې محمد جمال زبیدي او وسام زیاد حانون نومي ملسطینیان په دې کمپ کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا وژل شوي او اشغالګرو یې جسدونه له ځان سره یوړل.
د اسرائیلو پوځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ زبیدي او حانون د پوځ، ملي امنیت ادارې او سرحدي پولیسو لهخوا په جنین کمپ کې په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي دي.
دغه پوځ زیاته کړې؛ زبیدي د اسلامي جهاد یو لوړپوړی فعال او د جنین په کمپ کې یو له مرکزي مشرانو څخه و.
د اسرائیلو پوځ دا ویلي، چې هغه په پراخو وسلهوالو فعالیتونو کې لاس درلود او پر ډزو یې بریدونه کول او د نورو بریدونو لپاره یې خلک هڅول.
نړۍ
ایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اټومي مسلو خبرې د اختلافاتو له کبله درېدلې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی؛ خو ټینګار کوي، چې تهران به هیڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونهمومي.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اټومي مسلو خبرې د اختلافاتو له کبله درېدلې دي.
هغه هممهاله د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو کښتیو د «بندیز» پیل هم اعلان کړ.
د امریکا ولسمشر ادعا کړې، چې ایران په یوه تازه اړیکه کې د هوکړې غوښتونکی شوی دی؛ د رویټرز په ګډون خبري سرچینو څرګنده کړې، چې دا ادعا تر دې دمه خپلواک تائید نهلري.
ټرمپ د واشنګټن پر دریځ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې: « ایران به هیڅکله اټومي وسلې ته د لاسرسي اجازه ونهلري. مونږ هیڅ هېواد ته اجازه نشو ورکولی، چې له نورې نړۍ باج واخلي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او د اټومي خبرو راتلونکی هم ناڅرګند پاتې دی.
نړۍ
د منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
د دغو بنسټونو چارواکو ویلي، چې د نړۍ د اقتصادي ودې وړاندویېنه کمه شوې او په مقابل کې به د انفلاسیون کچه لوړه شي.
د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ جګړې؛ له کووېډ-۱۹ او د اوکراین جګړې وروسته به د درېیم ستر اقتصادي ناورین په توګه پر نړیوال اقتصاد پراخ اغېز ولري.
د دغو بنسټونو چارواکو ویلي، چې د نړۍ د اقتصادي ودې وړاندویېنه کمه شوې او په مقابل کې به د انفلاسیون کچه لوړه شي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ مخ پر پرمختیا هېوادونه او نوې راټوکېدلي اقتصادونه به د انرژۍ د بیو د لوړېدا او د ځنځیري عرضې د ګډوډۍ له کبله تر ټولو ډېر زیان وویني.
د نویو اټکلونو له مخې؛ د دغو هېوادونو اقتصادي وده به په ۲۰۲۶ ز.کال کې شاوخوا ۳.۶۵ سلنې ته راټیټه او که جګړه دوام ومومي کېدی شي تر ۲.۶ سلنې پورې هم راکښته شي.
همدارنګه اټکل شوی، چې انفلاسیون یا د بیو لوړېدا به ۴.۹ سلنې ته پورته شي او په له دې بدې سناریو کې به ۶.۷ سلنې ته ورسېږي.
د پیسو نړیوال صندوق دا خبرداری هم ورکړی، چې د ناورین د غځېدا په صورت کې به په نړۍ کې شاوخوا ۴۵ میلیون نور کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.
دغه راز دغو بنسټونو له بېوزلو هېوادونو سره د بېړنیو مرستو د اړتیا یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ناورین د غځېدا د مخنیوي لپاره ورته د میلیارډونو ډالرو مالي ملاتړ اړین دی.
اقتصادي کارپوهانو ویلي، چې حکومتونه باید د بیو د لوړېدا د څارنې لپاره لنډمهالې موخې او کړنې ترسره کړي؛ ځکه پراخې او بېپروګرامه تګلارې د انفلاسیون زیاتېدا رامنځته کولی شي.
در همین حال، این نهادها از نیاز فوری کشورهای کمدرآمد به کمکهای اضطراری خبر داده و تأکید کردهاند که میلیاردها دالر حمایت مالی برای جلوگیری از تشدید بحران ضروری است.
کارشناسان اقتصادی میگویند دولتها باید اقدامات هدفمند و موقتی برای مهار افزایش قیمتها روی دست گیرند، زیرا سیاستهای گسترده میتواند به افزایش بیشتر تورم منجر شود.
نړۍ
د هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
د هایټي د شمالي څانګې د ملکي خوندیتوب رییس ژان هانري پټي ویلي، چې دا پېښه په لافریر تاریخي کلا کې رامنځته شوې، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې له فرانسې څخه د هائیټي له خپلواکۍ وروسته جوړه شوې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې چارواکو د شنبې پر ورځ د هائیټي په شمالي کلیوالي سیمه کې د ګڼې ګوڼې په پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول او دا هم شونې ده، شمېر یې نور هم زیات شي.
د هایټي د شمالي څانګې د ملکي خوندیتوب رییس ژان هانري پټي ویلي، چې دا پېښه په لافریر تاریخي کلا کې رامنځته شوې، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې له فرانسې څخه د هائیټي له خپلواکۍ وروسته جوړه شوې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، دغه پېښه د شنبې پر ورځ د هائیټې په شمال کې رامنځته شوې ده
هائیتي یو سیاحتي ځای دی، د یونیسکو په نړیوال میراث کې ثبت دی.
ویل کیږي، چې د شنبې پر ورځ زدهکوونکو او لیدونکو د دې کلا کلني جشن ته راغلي وه، چې دا پېښه رامنځته شوه.
-
نړۍ3 days agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
تازه خبرونه2 days agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
-
روغتيا3 days agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
نړۍ19 hours agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
-
نړۍ2 days agoد منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
-
تازه خبرونه2 days agoامیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمهییزو بدلونونو خبرې وکړې
