تازه خبرونه

د اسلامي امارت او امریکا استازي په قطر کې خبرې کوي

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د زمري  ۴) څرګنده کړې، چې امریکايي چارواکي به روانه اوونۍ قطر ته په خپل سفر کې د افغانستان اسلامي امارت له استازیو سره وګوري.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه خبرې پر امنیت، مخدره توکو او ښځو حقونه راڅرخي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست او د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به په همدې موخه د جولای له ۲۶مې تر ۳۱مې قزاقستان او قطر ته سفر وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دوی به په استانه کې د افغانستان په اړه د C5+1 ځانګړې غونډې لپاره د قزاقستان، قرغزستان جمهوریت، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له همکارانو سره وویني.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دوی به د مدني ټولنې له غړیو سره پر لیدنه سربېره په افغانستان او قزاقستان کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړي.

دغه راز څرګنده شوې، چې یاد پلاوی به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له تخنیکي کارپوهانو سره وګوري او د افغانستان پر مهمو ګټو به خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند او امنیتي مسایل خپل لومړیتوبونه یاد کړي دي.

له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو له هر څه مخکې پر رسمیت پېژندلو ټینګار کړی و.

د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت چارسمبالي ملا یعقوب مجاهد له دې مخکې له “العربیه” سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وه، چې له هر څه مخکې باید اسلامي امارت پر رسمیت وپېژندل شي.

هغه دا ټینګار هم کړی، چې د اسلامي امارت حکومت به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له دننه څخه نړۍ وګواښي.

نوموړي په افغانستان کې د القاعده د عناصرو د شتون په اړه د نړیوالو راپورونه هم ناسم وبلل.

Trending

Exit mobile version