تازه خبرونه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اندونیزیا ته د یوه پلاوي له سفره خبر ورکړ

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اندونیزیا ته د دغه وزارت د یوه پلاوي له سفره خبر ورکړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضياء احمد تکل د جمعې پر ورځ ( د چنګاښ ۲۳ ) تويت کړی، چې د دغه وزارت د سياسي چارو د لومړي مرستيال مغفورالله شهاب پر مشرۍ پلاوي اندونيزيا ته سفر کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه پلاوي په اندونيزيا کې د افغانستان له سفارته ليدنه کړې؛ د سفارت کاري چارې يې وارزولې او خپلو ديپلوماتانو ته یې د چارو د ښه‌والي او روڼتيا لپاره لازمې سپارښتنې وړاندې کړې.

دغه راز دغه پلاوي له یو شمېر عالمانو، سیاستوالو او سوداګرو سره هم وکتل او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال په ډاګه کړې؛ دغه پلاوي د سريلانکا، بنګله دیش او سنګاپور په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له سفيرانو او چارسمبالو سره وکتل او د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي، د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې، د امنيت د تامينولو په اړه خبرې وکړې. دغه راز د صادراتو زیاتوالی، پولي ثبات، له ګاونډیانو سره ښې اړیکې، د اسلامي امارت له لوري رامنځته شوي ترانزیتي اسانتیاوې او فرصتونه یې د تېرو څه کم دوه کلونو د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

ضياء احمد تکل زیاته کړې، چې د یادو هېوادونو استازیو د اسلامي امارت اړوند لاسته راوړنې وستایلې او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا یې د دواړو لوریو په ګټه وبلله.

Trending

Exit mobile version