سوداگري

د اسلامي امارت مشرتابه د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبةالله اخوندزاده نن ( سې شنبه د زمري ۳۱ ) په یوه فرمان کې د هېواد جغرافیایي موقعیت او اقتصادي اهمیت ته پر کتو د سیمې د سوداګرۍ او صنایعو د معیاري کولو، د صادراتو د زیاتوالي، له ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره د دوامداره او ثابتو اړیکو پر رامنځته کولو او دغه راز د خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو ملاتړ او ودې ټینګار کړی دی.

په دغه فرمان کې راغلي؛ وزارتونه او اړوندې امارتي بنسټونه اړ دي، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي ګټو په پام کي نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کي د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوي برابرې کړي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په مرکز او ولایتونو کي د وزارتونو او امارتي ادارو مسوولین او کارمندان اړ دي، چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوند اجراآتو کي د ځنډ مخه ونیسي.

ویل کیږي، چې وزارتونه او امارتي ادارې اړ دي، چې د هېواد د داخلي صنایعو د ودې او ځان بسیایني لپاره د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړي.

Trending

Exit mobile version