سیمه ییز خبرونه
د اسلامي امارت مشرتابه په کندهار کې د کابل له عالمانو سره وکتل
د کابل ولایت ۵۰ دیني عالمانو په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره وکتل او د ښځو پر حقونو یې هم خبرې وکړې.
د کابل میشتو دیني عالمانو د پنځوس کسیز پلاوي سفر د اسلامي امارت د مشرتابه په غوښتنه ترسره شوی، چې بنسټیزه موخه یې د پلازمېنې د اوسیدونکیو د ستونزو حل دی.
په دې غونډه کې دیني عالمانو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو پر حقونو او د نجونو د تعلیم پر موضوع خبرې وکړې او د اسلامي امارت مشرتابه عالمانو ته ډاډ ورکړ، چې د پلازمېنې د اوسیدونکیو ستونزو ته به پاملرنه کوي.
دیني عالمانو د اسلامي امارت له مشرتابه وغوښتل، چې تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اړتیا په صورت کې دې په نصاب کې هم بدلون راولي.
د کابل والي ندا محمد ندیم وایي: د دې غونډې اصلي موخه دا وه، چې د پلازمېنې ښاري ستونزې تر ستر شخصیت پورې ورسېږي او د منبر او عالمانو له لوري د هغه احکام تر خلکو ورسېږي.
له دغو عالمانو څخه یو شمېر یې وايي، چې د اسلامي امارت له مشر سره یې د ښځو د ستونزو د حل، د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د درناوي او د ښوونځیو د نصاب د اصلاح په اړه خبرې کړې دي.
دیني عالم عبدالحمید حماسي څرګندوي: د امیرالمومنین لپاره د مجاهد او نامجاهد تر منځ هیڅ توپیر نشته ټول رعیت دی او مساوي حقوق لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت رهبر د دیني عالمانو په لویه غونډه کې ژمنه کړې، چې د دیني عالمانو په هره غونډه کې به ګډون کوي او د دولتي ادارو د رهبرۍ لپاره به دیني عالمان ټاکي.