تازه خبرونه
د اسلامي امارت یو پلاوی به مسکو ته سفر وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې سرچینې د جمعې پر ورځ رویټرز ته څرګنده کړې، چې مسکو او کابل د اسلامي امارت د لنډمهالي حکومت یو پلاوی روسیې ته د سفر پر شونتیا بحث کوي.
سرچینې د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې او په ډاګه کوي، چې د جزئیاتو په اړه خبرو کولو ته وخت لرو.
دغه راز روسي رسنیو د اسلامي امارت د لنډمهالي حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال او د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې ویلي، چې کابل د ورته اړیکو په لټه کې دی.
مجاهد له دې مخکې ویلي وه، چې اسلامي امارت غواړي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د مخدره توکو د قاچاق ټولې لارې وتړي او په دې برخه کې یې له روسیې څخه د مرستې غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د پنجشنبې پر ورځ (د میزان پر لومړۍ) د سوداګرۍ د نوي وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د پېژندلو په مراسمو کې ویلي وه، چې له نړۍ او سیمې سره د افغانستان اړیکې د ودې په حال کې دي او ټینګار یې څرګند کړی، چې دوی باید پر افغانستان له فشارونو څخه لاس واخلي.
امیر خان متقي ویلي؛ افغانستان اوس له نړۍ او سیمې سره ښې اړیکې لري او د ځینو هېوادونو فشار به پر افغانستان اغېز ونکړي.
ښاغلی متقي وايي، چې اسلامي امارت له تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا یو هېواد ته هم ګواښ نه دی او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې پر افغانستان فشار را نه وړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي؛ دا چې افغانستان اوس له نړۍ او سیمې سره ښې اړیکې لري؛ نو د ځینو هېوادونو فشارونه پر افغانستان اغېز نکوي، ځکه اوس افغانستان او خلک یې یوازې ندي.
تازه خبرونه
بهرنیو چارو وزارت په ترمذ خبرو کې د سیمهییزې سولې او همکارۍ په اړه خپله ژمنتیا وړاندې کړه
هغه د ازبکستان په ترمذ خبرو کې د وینا پرمهال د سیمهییزې سولې، همکارۍ او پرمختګ لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم ويلي، چې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د طبیعي پل په توګه کار کوي او چمتو دی، چې په سیمهییزو او نړیوالو نوښتونو کې فعاله او رغنده برخه ولري.
هغه د ازبکستان په ترمذ خبرو کې د وینا پرمهال د سیمهییزې سولې، همکارۍ او پرمختګ لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
نعیم په خپلو څرګندونو کې د ازبکستان له حکومت څخه د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ لپاره د ګډې فضا رامنځته کول” تر سرلیک لاندې د دغو سیمهییزو خبرو له کوربتوب څخه د زړه له کومې مننه وکړه.
هغه له ازبکستان څخه د نږدې ګاونډي او سټراټیژیک ملګري په توګه هم ستاینه وکړه او په وروستیو کلونو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر بې سارې پراختیا اعتراف وکړ.
هغه وایي، چې سیمهییزه همکاري نه یوازې د ښکېلو هېوادونو د ګټې لپاره ښه ده، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم اړینه ده. افغانستان غواړي، چې په اقتصادي ادغام او سیمهییز اتصال کې یو باوري ملګری پاتې شي.
محمد نعیم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شته ګډو طرحو د یادونې په ګډون د افغان- ټرانس اوسپنېپټلۍ جوړول یوه اړینه پروژه یاده کړه، چې موخه یې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د اتصال زیاتوالی دی.
هغه له سرخان دریا څخه تر پلخمري پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي لېږد ته هم نغوته(اشاره) وکړه، چې تمه ده ورسره برښنا ته د افغانستان لاسرسی د پام وړ زیات شي.
سربېره پردې هغه د عصري ټکنالوژیو پر کارولو د ګډو کرنیزو پروژو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ۲.۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د انرژۍ، کرنې او صنعت په سکټورونو کې د تړونونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
هغه ټینګار وکړ، چې دا بدلونونه د دوامداره پرمختګ او سیمهییز ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ګډې ژمنې ښیي.
هغه د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي یو ځل بیا تائید کړه، چې په اقتصادي همکارۍ، سیمهییزې ښکېلتیا او متقابل درناوي ولاړه ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي او په دې اړه به د متقابل چلند غوښتنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د بېخبناوو، ټرانسپورټ، انرژۍ، سوداګرۍ، تعلیم، اقلیمي بدلون او دوامداره پراختیا په اړه په سیمهییزو نوښتونو کې د فعال ګډون لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ.
هغه ټینګار وکړ، چې متوازن سیمهییز پرمختګ، خبرې اترې، همغږي او باور جوړونه د معنا لرونکي او دوامداره پرمختګ بنسټونه دي.
نعیم له نړیوالې ټولنې، سیمهییزو حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مالي ادارو څخه وغوښتل، چې افغانستان د یو باوري ملګري په توګه وپېژني او په بېخبناوو، ظرفیت جوړونې او اقتصادي پراختیا کې د پانګونې له لارې د دې هېواد ملاتړ وکړي.
نوموړي په پای کې له ترمذ ډیالوګ څخه د افغانستان پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او هغه یې د نظرونو د تبادلې، متقابلې همغږۍ د ودې او عملي همکارۍ رامنځته کولو لپاره د یو اړین بنسټ په توګه وستایه.
نعیم څرګنده کړې: “مونږ د دې خبرو پایلو ته د زړه له کومي سترګې پر لار یوو، چې زمونږ سیمې او خلکو ته د روښانه او پوره سوکاله راتلونکي لپاره لار اواره کړي.”
تازه خبرونه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د خبرو اترو لپاره چین ته ورسېد
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په دې پلاوي کې دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي نن دوشنبه د یوه پلاوي پر مشرۍ چین ته رسیدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په دې پلاوي کې دی.
تمه ده، چې امیر خان متقي به د خپل چینایي سیال وانګ يي سره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
هغه به د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې هم ګډون وکړي.
تازه خبرونه
له امریکا څخه ایستل شوي افغانان به له خطر سره مخ نشي – اسلامي امارت
دغه راز د مولوي عبدالکبیر په دې پیغام کې، چې راستنیدونکو ته د هند د مرستو د وېش په مراسمو کې ولوستل شو راغلي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ښه شوي او د هیچا ژوند په خطر کې ندی.

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارسمبالي په هغه پیغام کې، چې ریاست الوزرا د دفتر د چارو د تنظیم د رییس ذاکرالله ذاکر لخوا ولوستل شو په امریکا کې د افغان کډوالو د موقت محافظت حیثیت لغوه کولو ته په نغوته(اشاره) کې ډاډ ورکړی، چې که دا کډوال هېواد ته راستانه شي؛ نو له خطر سره به مخ نشي.
دغه راز د مولوي عبدالکبیر په دې پیغام کې، چې راستنیدونکو ته د هند د مرستو د وېش په مراسمو کې ولوستل شو راغلي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ښه شوي او د هیچا ژوند په خطر کې ندی.
په لوستل شوي پیغام کې راغلي: “تاسې شاید اوریدلي وي، چې امریکا شاوخوا ۱۴ زره افغان کډوال له خپل هېواده شړي. دا ټول افغانان او زمونږ وروڼه دي. پر ورین تندي له هغو هرکلی کوو. دوی دې پخیر راشي. په افغانستان کې د کار او ژوند لپاره غوره شرایط رامنځته شوي. د هر چا ژوند او مال خوندي دی. د هیچا لپاره خطر نشته. د عمومي بخښنې په نظر کې نیولو سره له هیڅوک د پخوانۍ دندې پر دلیل نه پوښتل کیږي.”
د دې وزارت د پیغام له مخې؛ د هند مرستې د ۵ زره راستنېدونکو او مستحقو اشخاصو لپاره تر وېش لاندې دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ راستنېدونکي اوسمهال مرستې ته اړتیا لري او دوی له هغو هېوادونو څخه مننه کوي، چې مرسته کوي.
دغه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمن فاني ویلي: “هغه کسان، چې له بهر څخه هېواد ته راستنیږي دردېدلي او مستحق کسان دي. “مونږ غواړو له هر هغه چا څخه مننه وکړو، چې پدې برخه کې زمونږ سره مرسته کوي.”
د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریییس عبدالرحمن حبیبزي د مرستو د شفاف وېش ډاډ څرګند کړی او وایي، چې دا ریاست هڅه کوي د بېلابېلو مرستندویو ادارو مرستې منسجمې او مستحقو کورنیو ته ورسوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د راستنیدونکو لپاره به په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي جوړ شي.
ویل کیږي، چې د هند لخوا برابرې شوي دا مرستې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي لري.
-
نړۍ1 day ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه1 day ago
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
-
روغتيا1 day ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د تاتارستان یو پلاوی به کابل ته راشي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټرمپ د سولې په اړه په خبرو کې دروغ وایي- د ایران رهبر
-
نړۍ9 hours ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
-
سوداگري4 hours ago
نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه خپله څرګندونه وړاندې کړه