تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان خلکو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه غږیز پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
عمران خان څرګنده کړې؛ په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین رامنځته کېدونکی دی، چې نه یوازې به افغانستان او ګاونډ هېوادونو ته ناوړې پایلې ولري، بلکې دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي سیمه شي.
عمران خان زیاته کړې: مونږ اړتیا لرو، چې اوسنی حکومت پیاوړی او د افغانستان د خلکو لپاره باثباته کړو.
دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي، چې افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دی او ملګرو ملتونو پرېکړه کړې، چې له اسلامي امارت سره ملګرتیا وشي.
عمران خان دا هم ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه سمه هڅه کړې ده.
هغه ویلي؛ تاسې باید په دې اړه نړیواله ټولنه نوره هم وهڅوئ، چې پدې اړه ډاډمن ګامونه پورته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به خپل مکلفیتونه هم پوره کړي.
هغه وایي: د هغه څه، چې طالبانو(اسلامي امارت) یې ژمنه کړې؛ بشري حقونو ته درناوی وکړي او یو ټولمنلی حکومت به جوړ کړي. دغه راز به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرو لخوا وکارول شي. دوی ټول بخښلي دي. که نړیواله ټولنه دوی وهڅوي، چې په دې (ناسته) کې وینا وکړي؛ دا به د ټولو لپاره بریالۍ هڅه وي.
تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.
بېلاروس او مصر په دې غونډه کې مېلمانه دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوهاړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.
د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.
زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.
#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکوفارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا
تازه خبرونه
د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ۹ ملکي وګړي «شهیدان» شوي – ذبیح مجاهد
ذبیحالله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، چې تېره شپه د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو له کبله د کونړ او هلمند په اړوند سیمو کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۹ ملکي وګړي« شهیدان» شوي دي.
ذبیحالله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« مونږ دا عمل غندو او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بولو.»
تازه خبرونه
په قطر کې د افغانانو د السیلیه کمپ د تړل کېدو بهیر ۹ میاشتې وځنډول شو
د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هممهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ادارې په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو بهیر د نهه میاشتو لپاره ځنډولی دی. په دې کمپ کې له زر ډېر افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال همکاري کړې؛ مېشت دي.
د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هممهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.
په کمپ کې ټولټال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د ژباړونکو او په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کمپ د فعالیت د غځولو په اړه سمدستي څرګندونې نهدي کړي؛ خو څرګندوي: د داسې حللارې د موندلو هڅه کوي، چې د کمپ د اوسېدونکو امنیت خوندي شي او هغوی وکولی شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
نړۍ3 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه2 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
