تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر مشر محمد سعید عليالعیاش د افغانستان لپاره د آلمان سفارت له چارسمبالي(سرپرست) رولف ډیټر رینهارټ سره ولیدل.
دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
دغه راز دواړو لوریو د وروستیو سیاسي بدلونونو او هغو پراخو ننګونو په اړه اندونه(نظرونه) تبادله کړل، چې افغانستان ورسره مخ دی او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او تلپاتي ملاتړ پر اړتیاوو یې ټینګار څرګند کړ.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو د افغانستان د ثبات د ټینګښت او د بشري وضعیت د ښهکېدا لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ او آلمان ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر روان ساتلو ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د ایراني ځواکونو پر ډزو ګڼشمېر افغان مهاجرو ته مرګ او ژوبله اوښتې
دا پېښه د سېشنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.
دا پېښه د سېشنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.
حالوش راپور ورکړی، چې ایرانی پوځیانو پر موټر له قانوني درېدا او خبرداري پرته ډزې کړي، چې په کې یو شمېر سپرلۍ پر مرمیو لګېدلي؛ موټر چپه شوی او اور یې اخیستی دی.
د راپورونو له مخې؛ د ۶ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
تازه خبرونه
د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي
د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.
د ماشومانو ژغورنې بنسټ ويلي؛ د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان په دې ولایت کې تر خیمو لاندې ژوند کوي او د کورونو د بیارغونې لپاره ورته هیڅ ځانګړی مهالوېش رامنځته شوی ندی.
د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.
دې بنسټ ویلي، چې په دې غرنۍ سیمه کې د بیارغونې چارې ټکنۍ پیل شوې دي او ښايي ځینې کلي هیڅکله بیا ونهرغول شي.
له نږدې ۱۳۰۰ درسي ټولګیو له نیمایي څخه ډېر یا ویجاړ شوي او یا یې سخت زیانمن دي. د ښوونځیو جوړول اوس هم پیل شوي ندي او شاوخوا ۱۷ زره زدهکوونکي تر شنه آسمان لاندې په لنډمهاله درسي خونو کې زدهکړې کوي. له ۶۰۰۰ ډېرې بېځایه شوې کورنۍ، چې خپل کورونه او عاید یې له لاسه ورکړی؛ پخوا به یې پر منځني کچه هره میاشت له ۷۵ تر ۱۲۰ ډالرو پورې د کرنې او کوچنیو کارونو له لارې ګټل، اوس پر بشري مرستو تکیه لري.
د افغانستان لپاره د ماشومانو د ژغورنې بنسټ استازي بوجار هوخا ویلي: « په داسې حال کې، چې په ټول افغانستان کې اړتیاوې زیاتې او بودجه کمه شوې ده؛ باید د زلزلې له کبله زیانمن شوي خلک هېر نشي. کورنۍ د خپل ویجاړ شوي ژوند د بیارغولو لپاره پرلهپسې کار او بودجې ته اړتیا لري.»
په ۲۰۲۵ ز.کال کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۲.۹ میلیون افغانانو له راستنېدا سره د استوګنې کړکېچ نور هم پراخ شوی او ځینې بېرته راستانه شوي کسان په هغو سیمو کې میشت شوي، چې د زلزلې اغېز پرې شوی و. ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې سږ کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیون کسان سرپناه ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
پاکستان باید د خپلې «بېشرمه کړنې» ځواب ترلاسه کړي – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي بریدونه «بېشرمه کړنه» ده او وایي، «پاکستان باید ځواب ترلاسه کړي.»
هغه دا هم ویلي، چې د غچ اخیستنې د کړنې جزییات محرم دي.
-
تازه خبرونه5 days agoد بریټانیا اصلاحاتو ګوند د افغانستان او ۵ نورو هېوادونو پر ویزو د بندیز ژمنه وکړه
-
نړۍ3 days agoټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د روسیې ادعا ردکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او ایران درېیم پړاو خبرې د پنجشنبې پر ورځ ترسره کیږي
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې شاوخوا ۲۳زره ترهګر حضور لري – روسیه
-
تازه خبرونه5 days agoامریکایي شرکتونه له ټاپي پروژې سره یوځای کېدی شي – د ترکمنستان ملي مشر
-
تازه خبرونه4 days agoامیرخان متقي او روزمیري ډیکارلو د پاکستان پر هوایي بریدونو خبرې وکړې
-
International Sports4 days agoد ۲۰۲۶ ز.کال ژمنی اولمپیک د ناروې پر ځلېدا پای ته ورسېد
