تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي حسین ابراهیم طه خپل مشر منشي طارق علي بخیت د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ونوماوه.
طارق بخیت د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د ۱۷ ځانګړې غونډې په پای کې، چې د یکشنبې پر ورځ د لیندۍ ۲۸ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، ټاکل شوې دی.
نوموړی، چې تر دې دمه په دې ټولنه کې بشري، فرهنګي او ټولنیزې چارې سمبالولې؛ اوس ورته دنده سپارل شوې، چې د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پرېکړه لیک د پلي کیدو په اړه په ځانګړې توګه افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د همغږۍ هڅې وکړي.
نوموړی به نه یوازې له افغانستان سره بشري مرستې او ملاتړ همغږي کوي، بلکې د غړیو هېوادونو اقتصادي او سیاسي ښکېلتیا به هم څاري.
د غونډې موخه د افغانستان د بشري ناورین په اړه د یوې نړیوالې اجماع رامنځته کول او د دغه هېواد د اقتصادي او سیاسي سقوط مخنیوی و.
طارق بخیت د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اقتصادي ناخوالو د حل پر هغو لارو چارو او میکانیزمونو خبرې وکړې، چې د افغانستان خلک ورسره مخ شوي دي.