سوداگري
د افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغیزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال سکندر اسینګلدیویچ آسیلکولوف ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په پای کې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او په ځانګړي توګه د افغان صادراتي توکو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو لپاره د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو سربیره د منځنۍ آسیا په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هوکړه وشوه.
د یادونې ده، چې دغه نړیوال صنعتي نندارتون د منځنۍ آسیا هېوادونو، روسیې او بېلاروس په ګډون جوړ شوی او د افغانستان له غړیتوب سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولی شي د غړیتوب امتیازونو پر کارولو خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.