تازه خبرونه

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

دغه هوکړه‌لیکونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو برخو په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.

Published

on

 

د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور په کابل کې یوې غونډې ته د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو د استازو په حضور کې د ۱۵۱.۱۶ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت لسګونه سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

دغه هوکړه‌لیکونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو برخو په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیب‌الرحمن شېرزاد د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بللې او د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.

دغه راز د ازبکستان د صادروونکو ټولنې مشر یارقین ملکوف ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه، چې پخوا ۸۰ میلیون ډالره وه؛ اوس له یو میلیارډ او ۸۰۰ میلیون ډالرو اوښتې ده.

همدارنګه نوموړي په افغانستان کې پانګونې او د ګډو شرکتونو جوړولو ته د ازبکستاني سوداګرو لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د دغو هوکړه‌لیکونو لاسلیک په داسې حال کې کېږي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د افغانستان یو پلاوی هم ازبکستان ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره د کرنې او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version