سوداگري
د افغانستان او ازبکستان ګډه سوداګریزه او اقتصادي غونډه ترسره شوه
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ غونډه د ترمذ ښار په سوداګریز کمپلیکس کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي (سرپرست ) نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف په شتون کې ترسره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترمذ په ښار کې ګډه سوداګریزه غونډه جوړه شوې ده.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ غونډه د ترمذ ښار په سوداګریز کمپلیکس کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي (سرپرست ) نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف په شتون کې ترسره شوه.
ویل شوي، چې دا غونډه د پخوانیو هوکړه لیکونو او ژمنو د پلي کولو په چوکاټ کې، چې د افغانستان د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر په پایله کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور پلاويو په شتون کې ترسره شوې دي.
د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د ازبکستان پانګونې په څیر مهمو مسلو بحث او تبادله وشوه. په دې پروژو کې د حیرتان د بندر اقتصادي-سوداګریز کمپلیکس جوړول، د خوړو تولید او پروسس، د چرګانو فارم، د درملو صنعت، د سمنټو تولید، ساختماني مواد، بڼوالي (د پستې باغونه کرل) او د سبو او میوو پروسس شامل دي، چې په بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې له ۲۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېر ارزښت لري.
همدارنګه، په ترمذ کې د سیمهییزو هېوادونو په ګډون د سیمهییز نندارتون جوړول، په دواړو هېوادونو کې د سوداګریزو کورونو جوړول، ګمرکي همکاري، د محصولاتو معیاري کول، کرنیزه همکاري، د ظرفیت لوړول، د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د اوږدمهاله او څو ځله سوداګریزو ویزو د صادرولو اسانتیا او د ترمذ په سوداګریز کمپلیکس کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د ګډې کمیټې جوړول هغه نور موضوعات ول، چې په دې غونډه کې راپورته شول.
ویل شوي، چې د دې غونډې په څنډه کې د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف د خپلو ملګرو پلاوي سره یوځای د اقتصادي- سوداګریز کمپلیکس له وقف شوې سیمې څخه هم لیدنه وکړه.
دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي او د راتلونکې همکارۍ لپاره یې نوي فرصتونه پرانیستي دي.