لوبی

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ کرکټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

د افغانستان د ۲۷۴ منډو هدف د ترلاسه کولو لپاره اسټرالیا په ۱۳ اوورونو کې د یوې وېکټې پر زیان ۱۰۹ منډې جوړې کړې؛ خو لوبه د باران له کبله ودرول شوه.

Published

on

Last Updated on: کب ۱۲, ۱۴۰۳

د جمعې پر ورځ په لاهور کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ لوبه د باران له کبله بې پلیلې پای ته ورسېده، چې له مکبله یې اسټرالیا د اتلانو جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان د ۲۷۴ منډو هدف د ترلاسه کولو لپاره اسټرالیا په ۱۳ اوورونو کې د یوې وېکټې پر زیان ۱۰۹ منډې جوړې کړې؛ خو لوبه د باران له کبله ودرول شوه.

د آسټرالیا لوبډله د اتلانو جام دوه‌یم پړاو ته له څلورو نمرو سره ورسېده، چې دوه یې له دوه لغوه شویو لوبو څخه تر لاسه کړې وې.

د آسټرالیا لوبډلمشر سټیو سمیت ویلي: “دا یوه ښه پایله ده.” دا هغه څه دي، چې مونږ یې د سیالۍ په پیل کې په لټه کې وو. “تر اوسه پورې په دوه غوره لوبډلو کې شتون او نیمه پای لوبې ته تلل د قناعت وړ دي.”

هغه زیاته کړې: “زه فکر کوم، چې لوبغاړو ډېر ښه کار وکړ او دوی (د افغانستان لوبډله) تر ۲۷۳ منډو پورې محدوده کړه او ما فکر کاوه، چې کله لوبه لغوه شوه؛ نو مونږ په ډېر ښه حالت کې وو.”

افغانستان، چې انګلستان ته یې ماتې ورکړه او درې نمرې لري؛ اوس هم نیمه پای لوبې ته د تګ چانس لري. که انګلستان د نن ورځې په لوبه (شنبه) کې سویلي افریقا ته پر لوی توپیر ماتې ورکړي؛ نو افغانستان به نیمه پای لوبې ته لاړ شي، که نه، نو سویلي افریقا به دې مرحلې ته لاړه شي.

د افغانستان لړبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي: “کله، چې د لوبو خبره راځي؛ تاسې هیڅکله وړاندوینه نشئ کولی، چې څه به پیښ شي.” مونږ اوس هم هیله لرو. “مونږ راتلونکې لوبې ته سترګې پر لار یوو، زه هیله لرم، چې انګلستان یې پر لوی توپیر وګټي.”

هند او نیوزیلینډ د الف ګروپ څخه د څلورو غوره لوبډلو لپاره څلورم پړاو ته لارموندلې.

د جمعې پر ورځ د لاهور په لوبه کې، صدیق الله اتل ۸۵ منډې او عظمت الله عمرزي ۶۷ منډې وکړې.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د اتلانو جام ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.

د دې سیالیو په اړه د معلوماتو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ATNN  ټولنیزو رسنیو پاڼې وګورئ.

Trending

Exit mobile version