تازه خبرونه
د افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
ټاکل شوې، چې لوبه د سیمې پر وخت د سهار پر ۱۰:۴۵ (د کابل پر وخت د غرمې پر ۱:۳۰) پیل شي؛ خو د پرلهپسې باران له کبله د پچې اچونې مراسم هم ترسره نهشول.
د چارشنبې پر ورځ د شمالي ایرلینډ په بریډي کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ یوورځنۍ سیالي له توپ غورځولو پرته؛ د پرلهپسې باران او د لوبغالي د نامناسبو شرایطو له کبله لغوه شوه.
ټاکل شوې، چې لوبه د سیمې پر وخت د سهار پر ۱۰:۴۵ (د کابل پر وخت د غرمې پر ۱:۳۰) پیل شي؛ خو د پرلهپسې باران له کبله د پچې اچونې مراسم هم ترسره نهشول.
د لوبې چارواکو د سیالۍ پیل وځنډاوه او د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې یې د لوبغالي وضعیت وارزاوه؛ خو په پای کې یې د غرمې پر ۱۲:۲۷ د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وکړه.
د دې لوبې لغوه کېدا دواړو لوبډلو ته د پېنځه یوورځنۍ سیالیو د لړۍ په پیل کې د اغېز ښودلو فرصت له منځه یووړ. دا سیالۍ د ایرلینډ د نوي روزونکي، ګري ویلسن تر مشرۍ لاندې د دې لوبډلې د نوي پړاو پیل هم بلل کېږي.
ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې د جمعې پر ورځ یو ځل بیا د بریډي کرکټ لوبغالي په دوهیمه یوورځنۍ سیالۍ کې سره مخامخ شي او د دې لړۍ پاتې درې لوبې به د بلفاسټ ښار په سټورمونټ کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان او ایرلینډ د یوورځنۍ سیالیو دا لړۍ د افغانستان پر کچه پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپرېږي.