تازه خبرونه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې اړینې اقتصادي پروژې پرانیستل شوې

Published

on

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان علی بردي محمدوف نن ( د مرغومي ۲۵) له غرمې محکې د دواړو هېوادونو د هوساینې او اقتصادې ودې لپاره د یو لړ مراسمو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ درې اړینې اقتصادي او بېخبنایي پروژې پر رسمي پڼه پرانیستې.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ دغه درې واړه پروژې، چې په کې د آقینه ـ اندخوی اوسپنیزه کرښه، د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري ۵۰۰ کیلوواټه برښنا لېږد لین پروژه او د امام نظر ـ آقینه ـ سرحد آباد ـ تورغونډۍ د نوري فایبر د وصل پروژې شاملي دي؛ د ویډیو کنفرانس له لارې په کابل او د ترکمنستان په لباب ښار کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پر فرمان رسماً پرانیستل شوې.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو دغه پروژې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سېمې د نښلولو په برخه کې اړینې یادې کړې.

د ولسمشرۍ ماڼې په څرګندونو کې راغلي؛ ولسمشر اشرف غني د دغو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراخېدو لپاره ارزښتمن ګامونه وبلل او څرګندوي: دا د افغانستان لپاره لوی ویاړ دی، چې له یو سل او څو کلونو راوروسته د مرکزي آسیا له هېوادونو سره خپلې اوږدمهاله اړیکې نوي کوي. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ملګرتیا د افغانستان د دولت او خلکو لپاره ارزښتناکه اړیکه ده.

ولسمشر زیاته کړې، چې له اوسپنیزې کرښې، نوري فایبر، لویې پروژې لکه پاکستان ته د برښنا لیږد (ټاپ) هند او پاکستان ته د ګاز لیږد (ټاپي) ګټه اخیستنه او د نوري فایبر شبکه، چې سویلي آسیا سره نښلوي او د ځمکه له لارې به اروپا او نوره نړۍ سره ونښلوي؛ د افغانستان د خلکو د ژوندانه په شرایطو کې به د ښه بدلون لامل شي او د سېمې وضعیت هم ښه کوي او له بلې خوا دا پروګرام به د پرمختیا او ټولنیزې ودې لپاره دهلیزونه رامنځته کړي، چې زمونږ هېواد ته د ګړندۍ ودې زمینه برابروي.

نوموړي د مرکزي آسیا، سویل، ختیځ او لویدیځې آسیا د وصل کولو تر څنګ د خواف – هرات اوسپنیزه کرښه هم د اړینو اقتصادي او بېخبنایي پروژو رامنځته کېدل او د افغانستان د موقعیت پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وایي؛ دا، چې د سیمه ییز ارتباط په اړه زمونږ نظر نه خوب دی او نه هم یو نامنلی حقیقت.

اشرف غني ویلي: هغوی، چې فکر کاوه په افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې شبکې جوړول ناممکن دي؛ باید یوځل بیا فکر وکړي.

هفه وایي؛ د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب په لویو پروګرامونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره اړیکو او همکارۍ د رامنځته کولو، د لویو پروژو تمویل او پلي کولو لپاره د ترکمنستان له ولسمشر او سترملته مننه کوم.

د ترکمن ولسمشر په دغو مراسمو کې ویلي: زه ډاډمن یم، چې دا ډول پروژې به د افغانستان اقتصاد لپاره ځواکمن ملاتړ وي او د هېواد صنعت به یې هم اغېزمن کړي.

هغه زیاته کړې، چې دا پروژې به د افغانستان د خلکو باور پر ځان بسیا کړي او ترکمنستان به له افغانستان سره اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماتیکې مرستې روانې ساتي.

ولسمشر محمدوف د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او زیاتوي، چې په اوسني عصر کې دغه اړیکې د ترانسپورټ، مخابراتو او انرژۍ په برخو کې د نویو پروژو له په لاره اچولو سره نوې معنا او مفهوم په پام کې نیولی دی.

هغه زیاته کړې، چې دا پروژې به د روښانه ستراتیژیکو اهدافو او پراخه اوږدمهاله وړتیاوو پر بنسټ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ رښتینې ملګرتیا نوره هم پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version