لوبی

د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبه د باران له کبله لغو شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا پنجشنبه ( د لیندۍ تهه‌ویشتمه) د دغو سیالیو په دوه‌یمه لوبه کې بیا سره مخامخ شي.

Published

on

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د پرله‌پسې باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا پنجشنبه ( د لیندۍ تهه‌ویشتمه) د دغو سیالیو په دوه‌یمه لوبه کې بیا سره مخامخ شي.

ټاکل شوې وه،، چې دا لوبه د سې‌شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووه ویشتمه ) د کابل پر وخت شاوخوا ۱۲ بجې پیل شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د Iaspian Creek Info د معلوماتو له مخې، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه د باران له کبله ۲۸ اورونو ته راکمه شوه.

حشمت الله شهیدي د زیمبابوې خلاف په یو ورځنیو سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر دی.

دا لوبې د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږي.

Trending

Exit mobile version