تازه خبرونه

د افغانستان او مالداویا کرنیزه همکاري؛ د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی اروپا ته تللی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، دا سفر د زمري تر شپاړلسمې / د اګست تر اوومې روان وي او موخه یې د افغانستان او مالداویا ترمنځ د کرنیزو، علمي او تخنیکي همکاریو پراخول دي.

Published

on

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني پر مشرۍ، د مالداویا جمهوریت د کرنې او خوړو صنعت وزارت پر رسمي بلنه اروپا ته پر رسمي سفر روان شوی دی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، دا سفر د زمري تر شپاړلسمې / د اګست تر اوومې روان وي او موخه یې د افغانستان او مالداویا ترمنځ د کرنیزو، علمي او تخنیکي همکاریو پراخول دي.

ټاکل شوې، چې د سفر پر مهال د بوټو ساتنې، د آفتونو د مدغم مدیریت، د فیرومون ټکنالوژۍ، کرنیزو څېړنو، د سوداګریزو بڼونو د مدیریت او د عصري کرنیزو ټکنالوژیو د کارونې په برخو کې له مالداویايي چارواکو او څانګوالو سره ګډې تخنیکي غونډې او لیدنې ترسره شي.

د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر پایلې به د پرمختللیو اروپايي تجربو د لېږد، د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا، د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د هېواد د کرنې عصري کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version