سوداگري

د افغانستان او پاکستان سوداګري ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته راټیټه شوه

د پاکستان جیو نیوز د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه) راپور ورکړ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري له ۲.۵ میلیارډ ډالرو څخه ۱ میلیارډ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

Published

on

پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د پاکستان جیو نیوز د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه) راپور ورکړ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري له ۲.۵ میلیارډ ډالرو څخه ۱ میلیارډ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

په راپور کې زیاته شوې، چې په سوداګریزو پالیسیو کې د ثبات نشتوالی او د سرحدي لارو تړل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کمښت بنسټیز لاملونه دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي جیو نیوز ته ویلي، چې د سوداګرۍ حجم زیاتولو لپاره، پاکستان اړتیا لري، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته لاسرسی ومومي.

اوسمهال افغانستان ته د پاکستان ډېری صادرات سمنټ، اوړه، درمل، بوره، میل‌ګرد او سابه دي؛ خو له افغانستان څخه د پاکستان واردات اکثره میوې او بېلابېل سابه دي.

 

 

Trending

Exit mobile version