تازه خبرونه
د افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
د افغانستان بانک د څار مرستیال احمدشاهپور میاخېل په دې مراسمو کې د پیسو د ورکړې او ایستلو لپاره د خلکو له لوري د ډیجیټلي کارتونو پر کارولو ټینګار وکړ.
د افغانستان بانک نن(پنجشنبه د زمري دوهویشتمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د ویزهکارت او نوي «حسابپی» کاریال مخکتنه وکړه.
د افغانستان بانک د څار مرستیال احمدشاهپور میاخېل په دې مراسمو کې د پیسو د ورکړې او ایستلو لپاره د خلکو له لوري د ډیجیټلي کارتونو پر کارولو ټینګار وکړ.
میاخېل ویلي؛ د خلکو باور رامنځته کول او هغوی ته د غوره مالي خدمتونو وړاندې کول د دغه بانک یو کاري لومړیتوب دي.
هغه زیاته کړې، د هېواد مالي نظام ډیجیټلي کول د راکړو ورکړو د برښنايي کولو په برخه کې مهم ګام دی.
هغه ویلي:« زمونږ یوازنی هدف دا دی، چې هر افغان وکولی شي خپلې پیسې د کارت، ګرځند او یا نورو وسیلو له لارې ورکړي.»
دغه راز د ځینو شرکتونو مسوولانو ویلي، چې په افغانستان کې یو میلیون فعال پېرېدونکي د «پيحساب » له خدمتونو ګټه اخلي.
دوی ټینګار کړی، چې د مالي خدمتونو په برخه کې د ډېرو آسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دي.
د یوه شرکت خاوند احمد خالد ودان د مراسمو ګډونوالو ته ویلي:« زمونږ موخه یوازې د یوه کاریال جوړول نهدي: بلکې موخه مو دا ده، چې په افغانستان کې د یوه پیاوړي، خوندي او باوري ډیجیټلي مالي نظام په جوړولو کې ونډه واخلو.»
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله په هېواد کې د پولي او سوداګریزو راکړو ورکړو پر ډیجیټلي کولو ټینګار کړی دی. د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، د راکړو ورکړو ډیجیټلي کول کولی شي په هېواد کې د روڼتیا او چټکتیا له زیاتېدا او د سوداګریزو فعالیتونو له پراخېدا سره مرسته وکړي.