تازه خبرونه
د افغانستان بیارغونه د اروپايي ټولنې پر ګټه هم ده ـ د ازبکستان ولسمشر
میرضیایوف له یورونیوز سره په یوه مرکه کې، چې (سېشنبه د وري دولسمه ) خپره شوې؛ ویلي، چې د افغانستان په اړه د ازبکستان پالیسي تل عملي او د اوږدمهاله سټراټیژۍ پر بنسټ ولاړه ده.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ثبات او بیارغونه یې د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې پر ګټه ده.
میرضیایوف له یورونیوز سره په یوه مرکه کې، چې (سېشنبه د وري دولسمه ) خپره شوې؛ ویلي، چې د افغانستان په اړه د ازبکستان پالیسي تل عملي او د اوږدمهاله سټراټیژۍ پر بنسټ ولاړه ده.
هغه ويلي: “مونږ هيڅکله خپل ګاونډي ګوښه کړي ندي او نه مو ترې شا اړولې ده. مونږ تل پدې باور یوو، چې د افغانستان پرمختګ له ګاونډ هېوادونو سره د ازبکستان په ګډون، چې نږدې او مهم شریک یې دی له رغنده تعامل پرته ناشونی دی. “
میرضیایوف ټینګار کړی: ډېری هغه کسان، چې په پیل کې یې د افغانستان په اړه د ازبکستان د پالیسۍ مخالفت کاوه؛ اوس دې پایلې ته رسیدلي، چې دا سمه پالیسي وه.
ازبک مشر په افغانستان کې د پخواني حکومت اداري نه وړتیا، له مخالفانو سره د خبرو اترو نهکولو او د یو ټولګدونه حکومت د جوړولو د نهلېوالتیا له کبله هم نیوکه کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې د پخواني حکومت په ټولو کچو کې پراخ اداري فساد موجود و.
هغه ويلي: “اوسنی مشرتابه توانېدلی، چې په افغانستان کې وضعیت باثبات کړي او خپلې سرچینې د هوايي ډګرونو، داخلي اوسپنېپټلۍ شبکو، اوبو او انرژۍ اسانتیاوو په ګډون د بېخبناوو(زیربناوو) پراختیا ته ولګوي او همدارنګه د اپینو کښت کم کړي.”
میرضیایوف ویلي، چې افغانستان ته باید د راپورته کیدونکو سټراټیژیکو فرصتونو له نظره وکتل شي.
هغه وایي: “له نړیوالو اقتصادي بهیرونو سره د افغانستان یوځای کول؛ په دې خاوره کې د بېخبنایي پروژو د پلي کولو له لارې ډېر اړین دي.”
د ازبکستان ولسمشر د افغانستان په اړه له اروپايي ټولنې سره د ګډې همکارۍ لپاره د چمتووالي څرګندولو په ترڅ کې ویلي، چې په دې پړاو کې اصلي دنده د پوهنې په برخه کې د مرستو روان ساتل دي.