سوداگري
د افغانستان تولیدات فرانسې ته صادر شول
د اسلامي امارت د ویاند په ایکس پاڼه کې راغلي؛ د یکشنبې پر ورځ ( د وږي ۵ ) د افغانستان د محصولاتو د صادراتو په لړ کې د پامیرکولا ګروپ شرکت فرانسې او ترکیې ته صادرات پیل کړل.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې بسته بندیو کې د بېلابېلو میوو اوبه، نوشابې او نور هغه تولیدات شته، چې پر لوړ او معیاري کیفیت په پامیر کولا کمپنیو کې تولیدیږي.
له دې سره به د هېواد تولیدات نور هم ښه شي.
دغه راز د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې له پامیرکولا کمپنیو څخه ترکيې ته هم د هېواد صادرات پيل شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغو توکو کې ټول هغه معیاري او باکیفیته تولیدات شامل دي، چې د هېواد صنعتي کمپنۍ يې په خورا ښه ستندرد تولیدوي او د هېواد په اقتصادي افق کې يې لوی بدلون راوستی دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې افغانستان به په صادرونکي هېواد بدلوو.