تازه خبرونه

د افغانستان ثبات او له نړیوالې ټولنې سره یې تدریجي ادغام به د قرغیزستان له لومړیتوبونو څخه وي

جباروف د ۲۰۲۶ ز.کال د جون میاشتې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو له ټاکنو څخه مخکې د نړۍ مشرانو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی او که بیشکک امنیت شورا ته لار پیدا کړي؛ د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

Published

on

د قرغزستان ولسمشر صدیر جباروف ویلي، چې د افغانستان ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد تدریجي یوځای کېدل به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیتوب په صورت کې د قرغیزستان له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.

جباروف د ۲۰۲۶ ز.کال د جون میاشتې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو له ټاکنو څخه مخکې د نړۍ مشرانو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی او که بیشکک امنیت شورا ته لار پیدا کړي؛ د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

د قرغزستان ولسمشر زیاته کړې؛ هېواد به یې د افغانستان خلکو، په ځانګړي توګه ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې روانې ساتي او د افغانستان له تدریجي اقتصادي او سیاسي ادغام څخه ملاتړ کوي.

هغه د نړۍ اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د جیوپولیټیک سیالیو زیاتوالی، په اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې جګړې او د نړیوالو قوانینو کمزوري کېدل، نړیوال نظام له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

جباروف همداراز ټینګار کړی، چې کوچني او په وچه کې راګیر هېوادونه په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې بشپړ استازیتوب نه‌لري او د قرغزستان نوماندي د همدې هېوادونو د متوازن او عادلانه حضور د پیاوړتیا لپاره وړاندې شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قرغیزستان به د امنیت شورا د غړیتوب په صورت کې له مخنیوي کوونکې ډیپلوماسي، سوله‌ییزو حل‌لارو او نړیوالو کړکېچونو کمولو ملاتړ وکړي.

هغه دا هم ویلي، چې د قرغیزستان ټولې سرحدي شخړې له ګاونډ هېوادونو سره د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو حل شوې دي.

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړو ټاکنې به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر درېیمه په نیویارک کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version