تازه خبرونه
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت پلاوی مسکو ته سفر وکړ
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي؛ عبداللطیف منصور به د غونډې په څنډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره وګوري او د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې به د ګډې همکارۍ پراخولو، د سوداګرۍ تبادلې او د افغانستان د انرژۍ ظرفیتونو د معرفي کولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي، چې د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور د “روسیې د انرژۍ اوونۍ” په نړیوال فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ.
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي؛ عبداللطیف منصور به د غونډې په څنډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره وګوري او د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې به د ګډې همکارۍ پراخولو، د سوداګرۍ تبادلې او د افغانستان د انرژۍ ظرفیتونو د معرفي کولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د روسیې د انرژۍ اوونۍ غونډه به د اوکټوبر له پېنځلسمې څخه تر اووهلسمې پورې په مسکو کې د روسیې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د بریکس، آسیا، افریقا او منځني ختیځ هېوادونو د پلاويو په ګډون ترسره شي.
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي؛ دا غونډه د افغانستان لپاره یو اړین فرصت دی، چې د انرژۍ په برخه کې خپلې وړتیاوې او ظرفیتونه معرفي کړي او په سیمهییزه همکارۍ کې ډېر فعال رول ولوبوي.
ځینې کارپوهان په دې باور دي، چې په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو د وزیر ګډون د پانګونې د راجلبولو، د انرژۍ پروژو د پراختیا، سیمهییزې همکارۍ د ښه کولو او د افغانستان د وړتیاوو د معرفي کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت دی.
دغه راز دوی ټینګار کړی، چې له دې فرصت څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره شفافې پالیسۍ او اړین قانوني او امنیتي چوکاټونه باید چمتو شي.
افغانستان د انرژۍ په تولید کې د پام وړ ظرفیت لري؛ خو په وروستیو کلونو کې د نه پاملرنې له کبله د خپلې انرژۍ د اړتیاوو لویه برخه په ځانګړي توګه برښنا له ګاونډ هېوادونو څخه واردوي.
