سوداگري
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د سېشنبې پر ورځ تر سره شوې؛ د دې ادارې عمومي رییس سید کریم هاشمي په افغانستان کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پورې اړوند مسلو په اړه بحث وکړ او په اقتصادي سکټورونو کې یې د بهرنیو پانګوالو پر جذب ټینګار وکړ. هغه له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د بهرنیو پانګوالو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل او د سوداګرۍ پر بېلابېلو مسلو یې بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د سېشنبې پر ورځ تر سره شوې؛ د دې ادارې عمومي رییس سید کریم هاشمي په افغانستان کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پورې اړوند مسلو په اړه بحث وکړ او په اقتصادي سکټورونو کې یې د بهرنیو پانګوالو پر جذب ټینګار وکړ. هغه له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د بهرنیو پانګوالو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر د دوی له وړاندیزونو هرکلی کړی او ژمنه کوي، چې د بهرنیو چارو وزارت به د سوداګرۍ او ټرانزیټ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د بهرنیو پانګوالو لپاره د ډېرو آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.