تازه خبرونه
د افغانستان د سولې بهیر د هڅوونکي پرمختګ لرونکی دی
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې دا بنسټ په افغانستان کې خپل شتون ته ژمن باتې دی؛ ځکه، چې دا د سولې له هڅو د ملاتړ لپاره غوره لار ده.
ینس ستولتنبرګ نن چارشنبه د اروپايي اتحادیې د دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې مخکې خبریالانو ته وویل: مونږ خپل ماموریت او عملیات روان ساتو او په افغانستان کې به د ناتو د حضور په اړه وروستۍ څرګندونې هم وړاندې کړو.
نوموړي زیاته کړې: مونږ په افغانستان کې پاتې کیدو ته ژمن یو. مونږ باور لرو، چې دا د سولې د هڅو د ملاتړ ترټولو غوره لاره ده. مونږ شاید د سولې خبرو د پیل لپاره هڅوونکی ګام ولرو.
د ناتو عمومي منشي دا هم ویل، چې هغه به په عراق کې د دې سازمان د شتون په اړه اړوند وزیران خبر کړي.
هغه دا هم ویلي، د کورنیو ځواکونو روزنه، د عراقي امنیتي ځواکونو روزنه، افغانستان او عراق ته د داعش د بېرته راستنیدو مخنیوي غوره لار ده. ناتو او اروپايي ټولنه په دې اړه ګډه کار کوي.
د دې میاشتې په پیل کې ناتو ویلي وه، چې د افغانانو په مشرۍ خبرې د لسیزو جګړو پای ته رسولو لپاره سیاسي حل لټوي، چې د افغانانو لپاره د تلپاتې سولې او امنیت د ترلاسه کولو یوازنۍ لار ده.
دې سازمان له ټولو خواوو غوښتي، چې پاتې مسایل هم حل کړي، چې د افغانانو ترمنځ د هر اړخیزو خبرو اترو د پیل مخه نیسي.
ناتو دا هم ویلي، چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه – په ځانګړي توګه د افغانستان پر ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو له بریدونو سره – سره لوړه پاتې ده او دا د سولې په بهیر کې د بې ثباتۍ او کمزوري باور لامل کیږي.