لوبی

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي

دا سیالۍ به د چنګاښ له نهه‌ویشتمې څخه د زمري تر اتمې پورې د کابل د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې ترسره شي او هره ورځ به د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ روانې وي.

Published

on

 

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ (اې‌ډبلیو‌پي‌ال) د لومړي پړاو د پیل لپاره د ورځو شمارلو بهیر پیل شوی او ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ اووه ورځې وروسته په کابل کې پیل شي.

دا سیالۍ به د چنګاښ له نهه‌ویشتمې څخه د زمري تر اتمې پورې د کابل د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې ترسره شي او هره ورځ به د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ روانې وي.

آریانا راډیو او ټلوېزیون شبکه، چې د افغانستان د غېږنیونې له فډراسیون سره یې د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ د دې لیګ ټولې سیالۍ به پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې کړي.

تمه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د لس سیمه‌ییزو لوبډلو پر استازیتوب د لس بېلابېلو وزني کټګوریو په سیالیو کې برخه واخلي. دا به په هېواد کې د غېږنیونې له سترو سیالیو څخه وي.

یادې سیالۍ په اصل کې ټاکل شوې وې، چې د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي؛ خو تنظیموونکو د لوبغاړو، لوبډلو او د سیالیو د ښه تنظیم او ډېر چمتووالي لپاره وځنډولې.

غېږنیونه په افغانستان کې له دودیزو او ډېر مینه‌وال‌لرونکو لوبو څخه ده.

چارواکي باور لري، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ پیل به د دې لوبو د منظم ملي جوړښت په رامنځته کولو او راتلونکي پیاوړتیا کې اړین ګام وي.

تنظیموونکي هیله لري، چې دا لیګ به افغان غېږنیوونکو ته د ځان ښودنې ښه فرصتونه برابر کړي؛ نوي استعدادونه به وروزي او په هېواد کې به د غېږنیونې د ودې لپاره اوږدمهاله اغېز ولري.

مینه‌وال کولی شي د سیالیو د مهالوېش، د لوبډلو د خبرونو او وروستیو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا راډیو او ټلوېزیوني رسنۍ له خپرونو او ټولنیزو پاڼو څخه لیدنه وکړي.

Trending

Exit mobile version