سیمه ییز خبرونه
امریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي
دغه بریدونه څو ساعته له هې وروسته وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د ده پر باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور پای ته رسېدلی دی.
د امریکا پوځ اعلان کړی، چې د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره یې پر ایران د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. واشنګټن وایي، دغه بریدونه د سېشنبې پر ورځ په دې نړیوالې اوبلاره کې پر درې بار وړونکو بېړیو د شوي برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.
دغه بریدونه څو ساعته له هې وروسته وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د ده پر باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور پای ته رسېدلی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ(سېنټکام) په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ ځواکونو یې پر ایران نور بریدونه هم پیل کړي، چې د هرمز تنګي د بېړیو د آزاد تګ راتګ د ګواښولو لپاره د ایران وړتیا نوره هم راکمه کړي.
سېنټکام ایران د هرمز تنګي په نړیوالې اوبلاره کې پر سوداګریزو بېړیو او ملکي عملې د وروستیو بریدونو مسوول هم بللی دی.
له دغو بریدونو وروسته د ایران د سویلي ساحل څو ښارونه ویشتل شوي او د ځینو سیمو برښنا پرې شوې ده.
دغه رتاز ایران د دوهیمې پرلهپسې ورځې لپاره پر کویټ او بحرین، چې د امریکا پوځي اډې په کې شته، راکټي او بېپیلوټه بریدونه کړي دي.
د کویټ دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونه د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو په شنډولو بوخت دي. قطر هم د لنډ وخت لپاره د «لوړې امنیتي ګواښ» خبرداری ورکړ، خو څو ساعته وروسته یې وضعیت عادي اعلان کړ.
یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي؛ رویټرز ته ویلي، چې د امریکا د چارشنبې بریدونه به د سېشنبې تر بریدونو پراخ وي.
ډونالډ ټرمپ هم په «ټروتپاڼه » کې لیکلي:« دا بریدونه د ایران له لوري د بېړیو د پروني بمبارډ په ځواب کې ترسره شول. که دا کړنې تکرار شي، د امریکا ځواب به ډېر سخت وي.»
د هرمز تنګی، چې د جګړې له پیل مخکې د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه نفت ترې لېږدېدل، اوس هم پر ایران د فشار یو مهم اهرم ګڼل کېږي. که څه هم تهران پر بېړیو د بریدونو مسوولیت نهدی منلی؛ خو شنونکي وایي، ایران له دې ډول اقداماتو څخه په خبرو اترو کې د خپلې معاملې د ځواک د زیاتولو لپاره کار اخلي.
د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف په ايکس کې لیکلي: «امریکا اوس هم نهده زده کړې، چې زورواکي او پر ژمنو نه درېدل نور بېبیې نهدي. په ډاګه وایم؛ که ووهئ، نو ځواب به یې هم ووینئ.»
هغه زیاته کړې:« د هرمز تنګی یوازې د ایراني ترتیباتو له مخې پرانیستل کېږي، نه د امریکا پر ګواښونو.»
د بریدونو دې نوي پړاو هغه هیلې کمزورې کړې، چې د جون پر اووهلسمه لاسلیک شوې هوکړه به پر تلپاتې هوکړې بدله شي او جګړه به پای ته ورسوي. دغه جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوې وه.
ټرمپ له دې مخکې، په ترکیه کې د ناټو له غونډې مخکې د دې هوکړې د برخلیک په اړه ویلي وه:« زما په اند، دا هوکړه نوره پای ته رسېدلې ده. نور نه غواړم له ایران سره خبرې وکړم.»
هغه با هم ویلي وه:« ان که له ایران سره هوکړې ته ورسېږو؛ ډاډه نهیم، چې هغه به پرې عمل وکړي. زه هغوی د باور وړ لوری نهګڼم.»
سره له دې هم ټرمپ ویلي، چې د پراخې جګړې د بیا پیل تمه نهلري او اوس هم څرګنده نهده، چې د دایمي هوکړې لپاره خبرې به دوام وکړي که نه.
هغه زیاته کړې:«فکر نه کوم جګړه بیا پیل شي. هر څه، چې وشي ډېر ژر به پای ته ورسېږي او په پایله کې به امنیت، په ځانګړي توګه د تېلو د بازار امنیت؛ نور هم ټینګ شي.»
له بریدونو وروسته د تېلو بیه نږدې یو سلنه لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۷۸ اعشاریه ۸۰ ډالرو ته ورسېده؛ خو اوس هم د اپرېل د وروستیو له څه باندې ۱۲۰ ډالرو ریکارډ څخه ټیټه ده.
د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې ډېری بریدونه د هرمز تنګي له ساحلونو تر عمان سمندر پورې سویلي سیمې ویشتل شوې دي.
بندرعباس، چې د ایران تر ټولو ستر بندر او د سمندري ځواکونو او سپاه پاسداران مهمې اډې په کې دي، او همدارنګه کنارک او چابهار، چې د پاکستان پولې ته نږدې دي؛ د بریدونو له هدفونو څخه ول.
د مهر خبري آژانس ویلي؛ د چابهار په ډېرو سیمو کې برښنا، چې د بریدونو له کبله پرې شوې وه؛ بېرته وصل شوې ده.
ایراني رسنیو هم د چابهار د سمندري ټرافیک د کنټرول برج له پر نښه کېدو خبر ورکړی دی.
د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایرانشهر پر هوايي ډګر په برید کې یو اوروژونکی وژل شوی دی. پرس ټلوېزیون هم راپور ورکړی، چې امریکايي برید د ایران په شمال کې د آققلا ښار ته نږدې د اورګاډي یو پُل پر نښه کړی دی.
د امریکا د تازه بریدونو له پیل مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي وه، چې دغه بریدونه د هوکړې د مادو خلاف دي؛ ځکه د هوکړې یوه ماده د هرمز تنګي د بېړیو د خوندي تګ راتګ د میکانیزم د ټاکلو مسوولیت ایران ته سپاري.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون ویاند هم ویلي وه، چې د تهران د غچ اخیستونکو غوراویو له ډلې د اټومي وسلو د نه خپرېدا له تړون څخه وتل، د اټومي تګلارې بدلون او د بابالمندب تنګي تړل شامل دي.
په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم امنیت شورا ته په یوه لیک کې امریکا د« ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو ژمنو پر ښکاره سرغړونې » تورنه کړې او څرګندوي، چې د واشنګټن بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه ماته کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
په تهران کې لسګونه زره کسانو د علي خامنهيي په جنازه کې ګډون وکړ
ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنهيي او د هغه د زوی مجتبی خامنهيي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.
لسګونه زره کسانو د شنبې پر ورځ د تهران په مصلای بزرګ کې د ایران د رهبر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې و چې د امریکا او اسرائیل لهخوا د ایران پر ضد د جګړې په پیل کې وژل شوی و؛ ګډون وکړ.
ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنهيي او د هغه د زوی مجتبی خامنهيي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.
د خامنهيي د جنازې مراسم د هغه د مړینې په تړاو د یوې اوونۍ د ماتم د پروګرام برخه ده، چې ایراني چارواکو ترتیب کړی دی. د هغه تابوت، چې یوه ورځ د ایراني لوړپوړیو چارواکو او بهرنیو پلاویو د درناوي لپاره په ځانګړي ځای کې اېښودل شوی و؛ د شنبې پر ورځ په یوه ښیښهییز پوښ آزاد نندارې ته وړاندې شو. د هغه د لور، زوم، ناوې او ۱۴ میاشتني لمسي تابوتونه هم ورسره اېښودل شوي وه.
تر اوسه د مجتبی خامنهيي، چې د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته یې د ایران رهبري پر غاړه اخیستې او ویل کېږي په همدې برید کې ټپي شوی هم دی؛ هیڅ تازه انځور یا عامه حضور نهدی ثبت شوی.
د مراسمو پر مهال ماتم کوونکو سینهوهله او د «مرګ پر امریکا» په ګډون یې شعارونه ورکول.
د مراسمو یوه ګډونوال آرش رحیمي رویټرز خبري آژانس ته ویلي:« ټول هغه کسان، چې دلته راغلي، د خپل رهبر د وینې د غچ اخیستو لپاره راغلي دي. لکه څنګه، چې زمونږ رهبر ویلي وه؛ مونږ له امریکا سره د وینې حساب لرو او زمونږ اړیکې به هېڅکله هم ورسره ښې نهشي.»
دا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه د لنډمهالي اوربند له اعلان وروسته درېدلې ده. ایراني چارواکي دغه هوکړه د اقتصادي لاستهراوړنو لپاره زمینه او د خپلې بریا نښه بولي.
دغه راز د اکسیوس خبري اوبپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سولې خبرې د جنازې د مراسمو له کبله د یوې اوونۍ لپاره ځنډېدلې دي.
د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: امریکا کولی شول د جنازې په مراسمو کې د ایران ټول مشران «په یوه برید کې» پر نښه کړي؛ خو دا کار یې ونه کړ، ځکه په هغه صورت کې «د خبرو لپاره به څوک نهپاتې کېدل.»
ټرمپ د ماتم د مراسمو د انځورونو په اړه هم ویلي، چې د ځینو ایرانیانو ژړا ته حیران شوی؛ ځکه ده ګومان کاوه خلک له خامنهيي کرکه لري او زیاتوي:« ښايي دا اوښکې رښتینې نهوي.»
په ارمنستان کې د ایران سفارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ایکس لیکلي:« تاسې دا موضوعات نهشئ درک کولی؛ ځکه نه تمدن لرئ، نه تاریخ او نه هم شرافت.»
د جګړې پر مهال له درې زره ډېر کسان، چې یو شمېر لوړپوړي سیاسي چارواکي او پوځي قومندانان هم په کې ول؛ ووژل شول او د ایران بنسټیزو او پوځي تاسیساتو ته پراخ زیانونه واوښتل. په مقابل کې ایران هم په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر نښه کړې او د هرمز تنګي د کنټرول له لارې یې د نړۍ د تېلو د بیو په لوړېدا کې رول ولوباوه.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د لنډمهالې هوکړې له مخې، د ایران میلیارډونه ډالر کنګل شوې شتمنۍ آزادې شوې او د مالي بندیزونو یوه برخه هم ځنډول شوې ده.
ایراني چارواکو ویلي، چې له تهران وروسته به د علي خامنهيي جسد قم، بیا د عراق نجف او کربلا او وروسته مشهد ته ولېږدول شي او په پای کې به د شیعهګانو د یوه امام د زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي. چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو ورځو کې به میلیونونه کسان د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
سیمه ییز خبرونه
د امریکا او ایران خبرې له پایلې پرته؛ پر هرمز تنګي راوڅرخېدې
د سرچینو د څرګندونو له مخې، د خبرو دغه دوه ورځنی پړاو تر ډېره پر عملي موضوعاتو؛ لکه په هرمز تنګي کې د بېړیو تګراتګ او د ایران د شتمنیو پر آزادولو راڅرخېدلی دی. دا موضوعات مخکې هم د یوې لنډمهالې هوکړې په چوکاټ کې مطرح شوي وه.
په دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې پای ته رسیدلي دي؛ خو راپورونه ښیي، چې دغو خبرو اترو د یوې تلپاتې هوکړې پر لوري د پام وړ پرمختګ نهدی کړی.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، د خبرو دغه دوه ورځنی پړاو تر ډېره پر عملي موضوعاتو؛ لکه په هرمز تنګي کې د بېړیو تګراتګ او د ایران د شتمنیو پر آزادولو راڅرخېدلی دی. دا موضوعات مخکې هم د یوې لنډمهالې هوکړې په چوکاټ کې مطرح شوي وه.
د راپورونو له مخې: د اټومي پروګرام په اړه خبرې، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه دي؛ په دې پړاو کې نهدي شوي او ټاکل شوې په راتلونکو پړاوونو کې پرې بحث وشي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دغو خبرو کې پر ځینو موضوعاتو «مثبت پرمختګ» شوی او راتلونکې غونډې به د ایران د پخواني رهبر له جنازې وروسته ترسره شي.
سره له دې، چې د هرمز تنګي وضعیت اوس هم روښانه نهدی او راپورونه ښيي، چې د نړۍ د انرژۍ د دې مهمې لارې د امنیت په اړه اندېښنې او کړکېچونه روان ساتل شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
تهران غواړي پر هرمز تنګي واک وساتي او له بېړیو لګښت واخلي – ایراني سرچینې
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې: ایران له امریکا سره د وروستۍ لنډمهالې هوکړې له مخې د ۶۰ ورځو لپاره بېړیو ته اجازه ورکړې، چې له هرمز تنګي پرته له لګښته تېرې شي؛ خو باور لري، چې د دې هوکړې مادې اوس هم تهران ته دا حق ورکوي، چې د بېړیو لاره او تګ راتګ یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.
دوه ایراني لوړپوړیو سرچینو ویلي؛ تهران هوډ لري، چې پر هرمز تنګي خپل واک نړیوال کړي او په راتلونکي کې له هغو بېړیو، چې خلیج ته ننوځي یا ترې وځي؛ لګښت واخلي.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې: ایران له امریکا سره د وروستۍ لنډمهالې هوکړې له مخې د ۶۰ ورځو لپاره بېړیو ته اجازه ورکړې، چې له هرمز تنګي پرته له لګښته تېرې شي؛ خو باور لري، چې د دې هوکړې مادې اوس هم تهران ته دا حق ورکوي، چې د بېړیو لاره او تګ راتګ یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.
سرچینو زیاته کړې؛ ایراني مرکچیان به تر هغې، چې پر هرمز تنګي د ایران د واک د پر رسمیت پېژندلو موضوع حل شوې نهوي، له واشنګټن سره د خبرو پر نورو اختلافي موضوعاتو بحث پیل نهکړي.
دې سرچینو ویلي؛ که لنډمهاله هوکړه ونهغځول شي، ایران به د روان کال د اګست له نیمايي څخه له تېرېدونکو بېړیو د لګښت اخیستل پیل کړي؛ خو د دغو لګښتونو د کچې په اړه یې اوس هم څه نهدي ویلي.
ایراني سرچینو همداراز ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونه رسېږي؛ تهران چمتو دی خپلې غوښتنې د پوځي ځواک له لارې هم پلې کړي او له خپل دریځه به شاته نهشي.
بل لوري ته امریکا ټینګار کړی، چې هیڅ هېواد حق نهلري په نړیوالو اوبو کې د بېړیو د تګ راتګ لاره وتړي یا د هغوی له تېرېدا لګښت واخلي.
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګروملتونو دوه چارواکي کابل ته راورسېدل
-
International Sports4 days agoفرانسې او مراکش د فوټبال نړیوال جام منځلوبو یا اته غوره پړاو ته لار وموندله
-
تازه خبرونه3 days agoد ۱۴۰۵لمریز کال د کانکور پایلې اعلان شوې؛ راشد د پهلوان زوی، د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ډیپلوماټیکو استازولیو هڅې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره اړینې دي
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان د کرکټ د ودې اغېزمن لوبغاړی شاپور ځدراڼ مړ شو
-
لوبی3 days agoپه نړیوال جام کې د ټرمپ ناندریزه سلاسوهنه؛ فیفا بالوګون ته د بلجیم پر وړاندې د لوبې اجازه ورکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoناسا د سپوږمۍ او مریخ د یوکلن تمثیلي ماموریت لپاره د رضاکارانو نوملیکنه پیل کړه
-
تازه خبرونه2 days agoد جنوبي آسیا پوهنتون افغان زدهکړیالانو ته بورسونه ودرول – ټایمز آف انډیا
