تازه خبرونه
د افغانستان د فوټبال فډراسیون مشر پر کرونا ویروس اخته شوی
د افغانستان فوټبال فډراسیون په ډاګه کړېو چې د دغه بنسټ مشر محمد یوسف کارګر پر کرونا ویروس اخته شوی او دمګړۍ له کورني قرنطینه برخمن شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به نن سې شنبه ۶:۳۰ د غبرګولي ۲۵ د هند له ملي لوبډلې سره ولوبیږي.
د آسیایي هېوادونو راتلونکي پړاو جام ته د شیران خراسان لار موندل به ملي لوبډلې ته برخلیک ټاکونکې وې.
دغه لوبې به د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره شي.
عمان افغانستان ته د تېرې جمعې پر ورځ یو پر دوه ماتې ورکړه او د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته له لار وموندنې پاتې شو.
د افغانستان فوټبال ملي لوبدلې په اووه لوبو کې د پېنځه امتیازونو په درلودلو په اي ګروپ کې څلورم ځای لري او د هندوستان د فوټبال ملي لوبډلې ته به په دې لوبو کې ماته ورکړي.
د هندوستان فوټبال ملي لوبډله له شپږ امتیازونو سره په اي ګروپ درېیم ځای لري.
