تازه خبرونه

د افغانستان د موټر تولیدي کار د مالي ستونزو له کبله ودرول شو

Published

on

په افغانستان کې د سپورتي موټر جوړوونکي محمد رضا احمدي په یوه ویدیويي پیغام کې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی؛ ويلي، چې د مالي ستونزو له کبله یې کار د څه مودې لپاره ځنډولی دی.

هغه څرګنده نه‌کړه، چې د دوی کار به تر څومره وخته درېدلی وي.

په دې ویدیو کې محمد رضا احمدي نه‌دي ویلي، چې د دوی کار به څومره وخت بند وي.

محمد رضا احمدي ویلي، چې د دوى د کار د درولو اصلي لامل د پانګوالو نه راجلبېدل دي.

هغه په دې اړه د خلکو دې پوښتنې ته، چې ولې کار و بار نه‌پیلوي؛ وايي: مونږ فکر کاوه، چې یو څه ډاډ به رامنځته شي او ډېر ژر به وکولی شو د پانګوالو پانګه راجلب کړو؛ هم به مو ویاړ وګټو او هم به مو تولید وده وکړي او په دې توګه به نه یوازې خپلې ستونزې حل کړو، بلکې له هېواد سره به مرسته هم وي؛ خو له بده مرغه د پانګوالو راجلبول د وخت غواړي. مونږ د کار له پیل څخه د پانګې ستونزه لرله او دا ستونزه مو په پېنځه کلونو کې حل نه‌شوه.

محمد رضا احمدي زیاته کړې؛ د حل یوازې یوه برخه د دوی په لاس کې ده او بله برخه یې د پانګوالو په لاس کې ده.

احمدي دا هم ویلي، چې د دغه موټر د جوړولو لپاره دوی پور اخیستی دی.

په دې اړه، هغه وايي: پورونو دومره فشار راوړی، چې مونږ د یو څه وخت لپاره کار دروو او اړ یوو، چې بېرته خپلو پخوانیو کارونو ته ولاړ شو. مونږ د قالب جوړونکي وو؛ مونږ د صابون او خوراکي صنایعو لپاره قالبونه جوړول، چې پورونه ورکړو؛ ځکه نور نه غواړو پور ورکوونکي ناهیلې کړو.

محمد رضا احمدي هیله من دی، چې یو ځل بیا د کار پیلولو ته زمینه برابره او کار پیل شي.

هغه وایي؛ اوس تر ټولو مهمه مسله دا ده، چې لږ تر لږه خپلې ورځنۍ ستونزې حل کړو.

په افغانستان کې جوړ شوی سپورتي موټر درې میاشتې وړاندې نندارې ته وړاندې شو او په افغانستان کې دننه او بهر د پام وړ شو.

دغه موټر، چې هیلمت نومول شوی په یوه واورینه ورځ د کابل پر سړکونو وښودل شو.

دا سپورتي موټر د انتاپ NTOP پر نوم د یوه شرکت لخوا جوړ شوی او د دغه شرکت د مسوولینو د څرګندونو له مخې، د دغه موټر پر جوړولو پېنځه کاله وخت تېر شوی او شپیته زره دالره لګښت پرې راغلی دی.

Trending

Exit mobile version